Language

په سپين بولدک کې چاودنې شپږ تنه ټپيان کړل

کندهار ښار ( پژواک، ٣ تله ٩٣ ) : د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په لسو نيمو بجو وشوه.

هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى او د ولسوالۍ د بازار په مرکزي څلور لاري کې درول شوى و.

خپلواک وايي ، چې په دې چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي ، چې يو په کې نهه کلن ماشوم دى.

د نوموړي په وينا، ټپيان دسپن بولدک روغتون ته لېږدول شوي او د ياد ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم په سپين بولدک ولسوالۍ کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

Related Topics