ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني او هلمند کې دوه څارنوالان وژل شوي

په غزني او هلمند کې دوه څارنوالان وژل شوي

author avatar
25 Sep 2014 - 09:46
په غزني او هلمند کې دوه څارنوالان وژل شوي
author avatar
25 Sep 2014 - 09:46

غزني-لښکرګاه (پژواک ٣ تله ٩٣): چارواکي وايي چې په غزني او هلمند ولايتونو کې دوه څارنوالان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د څېړنو د تښتول شوي مدير مړى موندل شوى دى.

ننګ وويل چې مدير ضبطو څلور ورځې مخکې د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوى و او تېره شپه يې د کلاتي په کلي مړى موندل شوى دى.

د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک اژانس ته وويل چې د هغه مړى تېره شپه روغتون ته ور وړل شوى دى.

د ده په وينا چې ياد څارنوال شپږ مرمۍ ويشتل شوى دى.

تر دې پېښې يوه ورځ مخکې ناپېژانده کسانو د غزني د ترانسپورټ امر احمدولي هم تښتولى خو تر اوسه يې په اړه معلومات نشته.

په تېرو څو اوونيو کې دا څلورمه پېښه ده چې د غزني ولايت جګپوړي مامورين تښتول کېږي او وژل کېږي.

بلخوا د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په لښکرګاه کې يو څارنوال په وسله وال بريد کې وژل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک ته وويل چې د حميدالله په نوم دغه څارنوال د دوو موټرسايکل سپرو پر ډزو وژل شوى دى.

د ده په وينا، چې وژل شوي څاروال په استيناف محکمه کې د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې د څانګې کار کوونکى او د يوه خصوصي پوهنتون استاد و.

هغه وويل چې پوليسو د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي صاحب خان پژواک ته وويل چې دغه بريد تېره ماښام ترسره شوى دى.

د ده په وينا، نوموړي خپل کور ته پر لاره و چې د موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او د هغه تر وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

نوموړى وايي چې د دغه څارنوال پلار ملا ولي هم په استيناف محکمه کې دنده لري.

د يادو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.