مزار شريف (پژواک، ٤ تله ٩٣): د بلخ ولايت د سواد زده کړې ادارې مسوولين وايي چې تېرکال يې د دغه ولايت ۱۷زره اوسېدونکی د سواد له نعمت څخه برخمن کړي دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې تېره ورځ ”راځئ،له هېواده بې سوادي ورکه کړو” تر سرليک لاندې د بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه تبليغاتي غونډه تر سره شوه.
د بلخ ولايت د سواد زده کړې پروسې مسوول محمد هاشم بلخي د يادې غونډې په يوه څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف په ګډون د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې د سواد زده کړې ادارې لري.
نوموړي زياته کړه، دوی له پنځلس کلنۍ څخه پورته کسان چې هېڅ زده کړې يې نه وي کړي، د سواد زده کړې په دولتي کورسونو کې شاملوي.
د هغه په وينا دغه کسان له ۹ مياشتني درس څخه وروسته فارغېږي.
بلخی وويل، چې دم ګړۍ د بلخ ولايت په څوارلس ولسواليو کې ۱۲زره ۶۲۰ کسان د سواد زده کړې په روانه لړۍ کې شامل دي.
نوموړى وايي، چې د مزارشریف ښار په ګډون د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې يې تېر کال ۱۷زره کسان د سواد زده کړو له کورسونو څخه فارغ کړي دي.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د بې سوادۍ د کچې د کمښت او پوهې د عامېدو لپاره لا هم ډېر چارو ته اړتيا ده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس مولوي عزيزالله عزيز پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت ۶۰سلنه اوسېدونکي د سواد له نعمت څخه برخمن دي او پاتې سلنه خلک لا هم بېسواده دي.
د هغه په خبره، لاهم د بلخ ولايت د پوهنې په برخه کې لومړني اړتياوې نه دي پوره شوي، چې له ټولو جدي ستونزې يې د ښوونځيو د ودانيو او د ښوونکو کمښت دی.
د هغه په وينا په دغه ولايت کې ۵۸۰ ښوونځي شته، چې ۴۰ سلنه يې لا هم ودانۍ نه لري او هغه، چې يې لري؛ نو د ښوونځي د تشکيل مخې يې د درسي خونې کمې دي.
مولوي عزيز وويل، چې د ښوونکو کمښت بله ستونزه، چې له دغې ستونزی سره د مزارشريف ښار په پرتله په ولسواليو کې ډېر مخ دي.