Language

قزاقستان هېواد له افغان زيانمنو کورنيو سره مرسته وکړه

مزارشريف (پژاوک ٤ تله ٩٣): قزاقستان د هېواد د شمال زون له زيانمنو کورنيو سره د ۸۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرستې وکړې.

په ١٦واګونونو کې (د کانتينر په څېر سترې موټرې دي) دا مرستې چې خوراکي توکي او ژمني کالي پکې دي  د بدخشان او جوزجان  ولايتونود  زيانمنو کورنيو لپاره رالېږل شوي.

د تلې په ۳مه، ماښام مهال د يادو مرستو ۱۰موټرې په رسمي توګه د قزاقستان د بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې لخوا د بدخشان او جوزجان ولايت دولتي مسوولينو ته وسپارل شوې.

د قزاقستان هېواد بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس علي موسی پژواک اژانس ته وويل  چې دوی تل په بېړنيو حالاتو کې له افغانانو سره مرسته کړې او يوازې يې نه دي پرې ايښي.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ يې ۱۶ واګونه د خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرسته وکړه، چې ۸۰۰زره امريکايي ډالر ارزښت لري.

د هغه په وينا په يادو مرستو کې اته موټرې مکروني،دوه موټره شيدې،دوه موټره ژمنۍ جامې، دوه موټره اوړه او دوه موټره غوړي شامل دي.

موسی وويل، چې له يادو مرستو څخه يې نن لس موټر په رسمي توګه د بدخشان او جوزجان ولايت دولتي مسوولينو ته وسپارل، چې پاتې به يې هم په نږدې موده کې راورسېږي.

د بدخشان د ولايت مقام تخنيکي او سکتوري څانګې رييس انجنير سخي، چې په حيرتان بندر کې يې د قزاقستان هېواد د مرستو د اخيستو پر مهال شتون درلود، پژواک ته د يادو مرستو له امله د دغه هېواد مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو مرستو کې، چې ۱۶ واګونه دي، نيمايي د بدخشان برخه ده، چې دوی به يې دغه ولايت ته لېږدوي.

د قزاقستان هېواد د بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې د مسوولينو په وينا په ۲۰۱۴ کال کې دا درېيم ځل دی، چې له افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

Related Topics