جلال اباد ( پژواک، ۴ تله ۹۳) د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زرقاوي په ګډون ۴ تنه وسلوال د ایساف په هوايي برید کې ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د تلې په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا هوایي برید نن له غرمې وروسته د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې په بابا خاک سیمه کې شوی و.
هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې د مخالفو وسلوالو مشهور قوماندان زرقاوي د خپلو درېیو تنو ملګرو سره یو ځای د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په راکټي برید کې وژل شوی دی.
سرچینه وایي، زرقاوي چې دا مهال یې د مخالفینو د یو پینځلس کسیزه ګروپ رهبري کوله د مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې یې په ډېری تروریستي او ورانکارو کړنو کې لاس درلود چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري هم تر څار لاندې و.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP