Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: ددوربابا په عملیاتو کې ۱۱۲ وسلوال مخالفین وژل شوي

جلال اباد ( پژواک، ۴ تله ۹۳ ) : د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د دوربابا ولسوالۍ په عملیاتو کې ۱۱۲ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسن خيل د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له څو ورځو را هیسې د ننګرهار په دوربابا کې ولسوالۍ کې ځانګړي چاڼيز او جګړه ييز عملیات د ګډو ځواکونو له لوري پیل شوي چې لا هم دوام لري.

نوموړي وویل چې په عملیاتو کې لا هم په ځینو برخو کې د وسلوالو او عملیات کوونکو ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

ده زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې تر دا دمه ۱۱۲ تنه وسلوال مخالفین وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د حسن خيل په وینا ، په وژل شویو وسلوالو کې یې ډېری پاکستاني دي او د ځینو يې جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

ده وویل: (( عملیات لا هم دوام لري تر څو هغه بهرني وسلوال چې دغې ولسوالۍ ته راغلي ولسوالي ترې پاکه کړو))

نوموړي زیاته کړه ،په یادو عملیاتو کې تردامهاله شپږسیمه ییز پولیس وژل شوي ،او دوه ټپیان شوي دي.

وسلوال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.