Language

”ملکي وګړو څلور وسله وال طالبان په دار ځړولي“

غزني ښار ( پژواک ۵ تله ۹۳ ): د غزني د والي مرستيال وايي، چې د ملکي کسانو د سرغوڅولو په غبرګون د اجرستان اوسېدونکو څلور وسله وال طالبان په دار ځړولي دي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ ( د تلې ٤مه) د اجرستان په جګړه کې د چارواکو په وينا، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ١٥ ملکي وګړو سرونه غوڅ کړي؛خو طالبانو دا خبر رد کړى.

له تېرو شپږو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ په لنګرخېلو، محمدخېلو او نورو سيمو کې نښتې روانې دي، چې له جمعې  راهيسې  يې زور اخيستى دى.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د تلې په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تراوسه په دې جګړو کې تر٦٠ ډېر ملکي وګړي او پوليس وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په ځوابي ډزو کې د وسله والو طالبانو مرګ ژوبله هم ډېره ده ؛خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.

احمدي وويل:(( تر هغې وروسته چې طالبانو د ١٥ ملکي کسانو سرونه غوڅ کړل د سيمې خلک په غوسه شول ،د جګړې پر مهال يې څلور طالبان ونيول او اعدام يې کړل.))

وسله والو طالبانو د خپلو څلورو وسله والو د اعدام په اړه څه نه دي ويلي؛خو د ملکي کسانو سرغوڅول يې د دوى پر وړاندې توطيه بللې ده.

تېره ورځ د غزني ولايت چارواکو وويل ، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مقام ته څېرمه ډېر امنيتي پوستې نيولي او ولسوالۍ يې  محاصره کې ده.

خو ځايي چارواکو او د ملي دفاع وزارت نن اعلان وکړ  چې اجرستان ولسوالۍ له محاصر خلاصه ده  او وسله وال طالبان  په شاه شوي دي.

د ملي دفاع وزات وياندجنرال ظاهر عظيمي په هرات ولايت کې د ”امنيتي خبرو اترو” په درېيمه ناسته وويل چې سيمې ته يې تازه سرتېري لېږلي او يو شمېر نور به هم ور ولېږل شي.

د غزني د ولايتي شورا رييس عبدالجامع  جامع  پژواک اژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال په يوه شمېر سيمو کې  د ده په وينا، ډېر ظلمونه کړي دي.

جامع وويل: (( نږدې دوه سوه کورونه يې سوځولي دي، کله چې يې کورونو ته اور اچولی وو؛  نو  دوه تنه سپن ږيري يې هم اور ته وراچولي دي .))

د ولايتي شورا رييس وايي چې په دې جګړه کې د بهرنيو په ګډون ٨ سوو وسله والو طالبانو برخه اخيستې ده.

د هغه په خبره، د اجرستان په نښتو کې لسګونو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او حکومت بايد ژر تر ژره صحي ټيمونه سيمو ته ولېږي.

د اجرستان يوه اوسېدونکي حضرت محمد تاييد کړه چې د جګړې پر مهال طالبانو د ملکي کسانو سرونه غوڅ کړي او په غبرګون يې ځايي خلکو نن  څلور طالبان اعدام کړل.

هغه وويل چې د دې ولسوالۍ په روانو نښتو کې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دقيق شمېر يې ورته نه دى معلوم.

ده وويل:(( دواړه خواوې سپکې او درنې وسلې کاروي،خلک له وېرې کورنو ته نشي ورتلاى . ماشومان د ډزو د غږونو له امله ژاړي.))

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته هغه رېپوټونه رد کړل، چې ګنې په اجرستان ولسوالۍ کې يې څلور تنه د ملکي کسانو له خوا اعدام شوي دي.

هغه د دوى له خوا د ملکي کسانو د کورنو د سوځولو خبر هم رد کړى دى.

 

Related Topics