Language

جلال اباد (پژواک ٥ تله ٩٣): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په پايله کې دوه ښځې او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد هوايي بريد نن سهار نهه بجې د کوټ ولسوالۍ په تريلي سيمه کې شوى دى.

نوموړى وايي چې د امنيتي ادارو د همغږدۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دوى ته د څلورو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

عبدالزي زياته کړه چې د ولسوالۍ چارواکو بيا ويلي چې په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له مړو سره د دوو ښځو مړي هم شته او يوه بله ماشومه ټپي شوې ده.

د ده په خبره چې دا مهال د کوټ ولسوالۍ يو ګډ پلاوى سيمې ته تللى تر څو معلومه کړي چې يادو ښځو له وسله والو مخالفينو سره څه اړيکه درلوده او که نه.

نوموړي وويل: ((زموږ امنيتي او ملکي ادارې په دې هڅه کې دي چې معلومه کړي، يادو ښځو په سيمه کې څه کول او له وسله والو سره يې اړيکه څه وه.))

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي هاجر بيا پژواک اژانس ته وويل چې په ياد هوايي بريد کې دوه ښځې وژل شوې، خو دوى ته ځايي چارواکو ويلي چې يادو ښځو له وسله والو سره اړيکې درلودې او د وسله والو موبايل ټيلېفونونه له هغو سره وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې د بهرنيو ځواکونو په ياد هوايي بريد کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ سرپرست ډګروال غلام جيلاني فراهي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې دا پېښې تېره شپه د دغه ولايت په شينکۍ او دايچوپان ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د شينکۍ ولسوالۍ اړوند د روغاني په سيمه کې د وسله والو طالبانو له يوې ډلې سره نښته کړې چې پر مهال يې دوه مخالفين وژل شوي دي.

د ده په خبره چې له جګړې وروسته پوليسو په سيمه کې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

فراهي دغه راز وويل چې تېره شپه د وسله والو طالبانو يوې ډلې د دايچوپان ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ چې وروسته درې ساعته جګړه رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې هم درې وسله وال وژل شوي او جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.

د ده په خبره چې په دواړو جګړو کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د حکومتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ يې د زابل په شاه جوى، ميزانه، کلات او شينکۍ کې د بريدونو او چاودنو پر مهال تر لسو زيات دولتي سرتېري وژلي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.