جلال اباد ( پژواک، ٥ تله ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې جګړه ييز عمليات د ١٥٨ وسلوالو مخالفينو پر وژلو پاى ته ورسيدل او چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې په دوربابا ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل شوي ړړؤ چې نن يې لومړۍ برخه پاى ته ورسيده.
ده زياته کړه چې د جګړه ييزو عملياتو په پاى ته رسيدا سره په ټولو عملياتو کې ١٥٨ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او ٢٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي: (( د ګڼو وسلوالو جسدونه په سيمه کې پاتې شوي، کوم جسدونه چې د وړلو وو موږ په کامل احترام سره قومي مشرانو سپارلي دي))
د حسن خېل په خبره چې په دوربابا ولسوالۍ کې ګڼو پاکستاني وسلوالو مخالفينو له پوليسو سره نښته کوله، چې نن په بشپړ ډول ياده ولسوالي له وسلوالو پاکه شوه.
دى وايي چې دا مهال د عملياتو دويمه چاڼيزه برخه پيل شوه او ياده برخه به هم څو ورځې دوام وکړي.
د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال وايي چې دوى په عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي او ګڼ شمېر يې تخريب کړي هم دي.
ده وويل: (( اصلاً وسلوالو مخالفينو او پاکستاني وسلوالو هېڅ دا تصور نه کاوه چې موږ به په دوربابا کې عمليات کوو، هغه سيمې چې ډېرى وخت ورته پوليس نه ورځي دا ځل پکې عمليات ترسره شول. ))
د حسن خيل په خبره چې چاڼيز عمليات روان دي او ښايي يو شمېر وسلوال په يادو عملياتو کې ژوندي ونيول شي.
د دوربابا ولسوالۍ اوسيدونکى ناصر خان پژواک اژانس ته وويل چې د وسلوالو او عمليات کوونکو ځواکونو تر منځ په نښتو او هوايي بريدونو کې يو شمېر عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
بلخوا د غني خيلو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دا مهاله ورته درې ټپيان او يو جسد ور وړل شوى دى.
دى وايي چې ښايي ځينې نور ټپيان هم ور وړل شوي وي، خو د ثبت وړ نه دي او ډېر سرسري وو.
ياده دې وي چې د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ د عملياتو په پيل کې شپږ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوربابا کې د خپلو وسلوالو د وژلو خبره رد کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې نه خو هلته طالبان وژل شوي او نه هم ددوى په ليکو کې بهرني وسلوال يا پاکستاني ملېشه شته.
نوموړي دا ډول اوازې د دولت تش تبليغات وګڼل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP