کندهارښار ( پژواک، ٥ تله ٩٣ ) : د کندهار ولايت په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د ملي امنيت يو کارمند وژل شوى او دوه سوداګر ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سيمه کې د ملي امنيت پر کارمند بريد شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې ياد کارمند او د هغه د کورنۍ يوه ښځه وژل شوي او يوه بله ښځه ټپي شوې ده.
د ژېړۍ ولسوال محمد هاشم اغا هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې وروسته په کندهار ښار کې د وسله والو په يوه بريد کې دوه سوداګر ټپيان شوي دي.
صميم خپلواک وايي، چې دا پېښه ددويمې حوزې اړونده د انصاري مارکېټ ددويم پوړ په يوه جومات کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسله والو پر يادو سوداګرو ډزې کړي ، هغوى يې ټپيان کړي او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.