Language

په ارغنداب کې د پوهنې د امريت ودانۍ جوړه شوه

کندهار (پژواک ٦ تله ٩٣): په ارغنداب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې د امريت ودانۍ جوړه او ګټې اخيسنې ته وړاندې شوه.

د پوهنې د امريت دا ودانۍ د کندهار د والي د مرستيال عبدالقديم پتيال، د پوهنې د رييس عبدالقادر پيوستون او د ارغنداب د ولسوال حاجي شاه محمد احمدي له خوا پرانيستل شوه.

د ودانۍ د پرانيستلو پر مهال عبدالقديم پتيال وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د پوهنې د امريت ودانۍ په يو جريب ځمکه کې جوړه شوې چې ٧ خونې، يو د غونډو تالار، دوه دهلېزونه، يو پخلنځى او درې تشنابونه لري.

هغه زياته کړه، د ودانۍ د جوړولو چارې چې تېر کال پيل شوې وې او څو ورځې مخکې پاى ته ورسېدې، ټولټال پرې ٤ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د نړيوال بانک له لوري ورکړل شوې دي.

پتيال وويل، د پوهنې د امريت د ودانۍ په جوړېدو سره به اوس د دې ولسوالۍ د پوهنې اړوند چارې په دې ودانۍ کې ترسره کېږي.

هغه د ارغنداب ولسوالۍ امنيتي وضعيت د نورو ولسواليو په پرتله ښه وګاڼه او ويې ويل، په همدې بنسټ دلته د پوهنې بهير هم ښه روان دى.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون له نړيوال بانکه مننه وکړه چې د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې د ودې او پرمختګ په موخه يې د اړوندې ادارې لپاره د ودانۍ لګښت ورکړ.

هغه زياته کړه، اوس به د ارغنداب ولسوالۍ ټول ښوونځي له همدغه امريت څخه څارل کېږي او د پوهنې په کيفيت او څرنګوالي کې به نور هم ښه والى راشي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي هم وويل چې د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له دولت سره همکار دي چې له همدې امله په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه دى او د نورو برخو تر څنګ په کې د پوهنې بهير وده کړې ده.

هغه دا هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په دې وروستيو کې د ښوونې او روزنې په قدر پوه شوي او ورځ تر بلې په ښوونځيو کې د جديدالشمول شاګردانو شمېر لوړ ځي.

ارغنداب د کندهار ښار شمال لور ته په ١٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې دا مهال په کې ٢١ ښوونځي چې ٨ لېسې، ٥ منځني، ٦ لومړني ښوونځي او دوه د يني مدرسې دي، فعال دي.

Related Topics