کلات ښار (پژواک ٦ تله ٩٣): د زابل په مرکز کلات ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر چاودېدلى دى.
د احمد په نوم يوه عيني شاهد د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د کلات ښار د خرواريانو په سراى کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنه ډېره زوروره وه او غږ يې د مرکز کلات په لرې پرتو سيمو کې هم اورېدل شوی دى.
د ده په خبره چې سيمه د امنيتي سرتېرو له خوا کلابنده شوه او ده په سيمه کی يوازې يو ټپي ليدلى دى.
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي هم پېښه مني او زياتوي چې له امله يې يو تن برسېرن ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه فولډر موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او د خروارايانو په سراى کې د ترميم لپاره ولاړ و..
د فراهي په وينا، وسله والو مخالفينو غوښتل چې په مناسب وخت کې ورڅخه د يوه لوی بريد لپاره کار واخلي.
نوموړی وايي ، د ملي امنيت ځواکونو په سيمه کې درې تنه شکمن د پېښې په تړاو نيولي دي، چې تر پلټنو لاندې دي.
وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ولي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP