کابل (پژواک ٧ تله ٩٣): د ایران د جمهوري ریاست مرستیال په بهرني سیاست کې د حامد کرزي خپلواکه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ بللي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې دغه ټکى د ایران د جمهوري ریاست مرستیال محمد شریعت مداري د افغانستان له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په کتنه کې څرګنده کړى دى.
په دې کتنه کې، چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، شريعت مداري د خپل هېواد د ولسمشر حسن روحاني نېکې هیلې او سلامونه حامد کرزي ته ورسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ده ته د ورکړل شوې بلنې له امله یې مننه وکړه.
شریعت مداري په تېرو دیارلسو کلونو کې د حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او هغه یې د حامد کرزي د ښه تدبیر او ښې ادارې ثمره وبلله.
د ایران د جمهوري ریاست مرستیال په بهرني سیاست کې د حامد کرزي مستقلانه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ وبلل.
په دې کتنه کې محمد شریعت مداري، حامدکرزي ته په رسمي ډول بلنه ورکړه، چې په یوه مناسب وخت کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
د يو بل خبر له مخې، حامد کرزي د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر شهزاده کریم اغاخان سره هم وکتل.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، شهزاده اغاخان د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې د حامد کرزي رول ارزښتناک وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چې دی به د افغانستان د خلکو د دوست په توګه له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره د شهزاده کریم اغاخان د خیریه موسسو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او د دغو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
دغه کتنې په ارګ کې د اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو مخکې ترسره شوې دې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP