لښکرګاه (پژواک ۸ تله ۹۳) : د هلمند د بست تصدۍ مسوولين وايي، چې له کروندګرو څخه يې د سږکال راټولې شوې پنبې د پير کمپاين پيل کړى، چې په ترڅ کې به يې درې زره ټنه دانه داره پنبه وپيري.
ددې تصدۍ رييس حاجي شرين خان د پنبې د تحويلۍ د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې که څه هم سږکال کروندګر د پير لپاره اوه زره ټنه پنبه لري، خو دوی يواځې د درې زره ټنه د پير بوديجه په لاس کې لري.
هغه زياته کړه، چې له نورو کلونو سره يې د پنبې د پېر توپير دادی ، چې کروندګرو ته نغدې پيسې ورکوي او تر تحويلۍ وروسته دکروندګرو د تشويق لپاره بيا ځينې توليدات وړيا ورکول کېږي.
شيرين خان وايي چې د هر يو کيلو ګرامو پنبې بيه يې ۴۰ افغانۍ ټاکلې ده او دغه بيه ازاد بازار ته په کتلو سره ټاکل شوې ده.
دده په وينا ، دوی له مرکزي دولت څخه غوښتنه کړې، چې بست تصدۍ ته د پنبې د پېرلو لپاره ډېره بوديجه ورکړي او پخوانۍ د فوډ زون پروګرام هم ددوی له خوا پلى کړي او ترڅنګ يې د يادې فابريکې ماشينونه نوي او يا هم ورته ترميم کړي.
بله خوا کروندګر وايي چې پنبه د کوکنارو بديل کېدای شي ،چې دولت ورته پوره پاملرنه وکړي او بيه يې لوړه وټاکي، ترڅو دغه کښت پراختيا پيدا کړي .
د نادعلي ولسوالۍ د ۳۱ غربي سيمې يو تن کروندګر حاجي خدای نظر پژواک اژانس ته وويل، چې د پنبې اوسنۍ بيه د کروند ګرو لګښتونه نه شي پوره کولی.
هغه د پنبې د تصدۍ له مسوولينو غوښتنه کوي، چې دوی ته د پخوا په څېر وړيا کيمياوي سرې او نور کرنيز محصولات ورکړي.
دده په وينا، که چېرې دولت د پنبې کروندګرو ته پاملرنه وکړي، له يوې خوا به د خلکو اقتصاد په پښو ودريږي او له بلې خوا به د کوکنارو د کر کيلې مخه هم ونيول شي.
د مير اغا په نامه د ناوې ولسوالۍ يوه کروندګر پژواک ته وويل ، چې پخوا به کروندګرو او د هلمند بست فابريکې ګټې سره شريکې وې، ټول کال به يې وړيا توکي کروندګرو ته ورکول، خو اوس د يوه دوکاندار په څېر توکي پيرل او پلورلو سره د دوی ترمنځ معامله خلاصه شي.
د هلمند د بست تصدۍ فابريکه شاوخوا پنځه لسيزې وړاندې جوړ شوې ده ، چې هغه وخت يې د مسوولينو په وينا، هرکال تر ۳۰ زره ټنه دانه لروونکې پنبه پيرله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP