ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سنګين او کجکي کې د لسګونو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

په سنګين او کجکي کې د لسګونو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
30 Sep 2014 - 16:50
په سنګين او کجکي کې د لسګونو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
30 Sep 2014 - 16:50

لښکرګاه (پژواک  ۸ تله ۹۳) د هلمند چارواکي وايي چې په سنګين او کجکي ولسواليو کې د هوايي عملياتو پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي، خو وسله وال مخالفين دا  ادعا ردوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سنګين ولسوالۍ په ګډون په کجکي ولسوالۍ کې هم ځمکني او هوايې عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ٤٥ وسله وال وژل شوي ، چې يو شمېر مهم قوماندانان هم  په کې شامل دي.

ځواک وايي چې دغه عمليات د هېواد د درې واړو امنيتي ارګانونو له خوا پلان شوى و او ايساف هم په کې هوايي مرسته کړې ده.

دى وايي، چې د کجکي په کندمريز او ده بابا سيمو کې ايساف د طالبانو پر هغو اډو هم بمبار  کړې  ،  چې د سنګين لپاره يې  پلانونه جوړول.

د والي وياند وويل چې دغه راز په سنګين کې او شاوخوا سيمو کې د افغان ځواکونو ګډ ځمکني عمليات روان دي  چې کومانډو  ځواکونه يې هم ملتيا کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته  مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات به تر هغو  دوام ولري،  څو په سنګين او سيمه کې امنيت  نه وي خوندي شوى.

د سنګين ولسوالۍ يوتن قومي مشر  محمد هاشم سنګين وال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه  عمليات به د سيمې پر امنيت مثبته اغېزه وکړي.

هغه زياته کړه، چې تر دې عملياتو وروسته په سيمه کې د وسله والو مخالفينو په منځ کې وېره خپره شوې ده.

بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين او کجکي کې د دوى کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه ادعا وکړه، چې په هوايي بمبار کې لس تنه مسافر سوداګر وژل شوي، ١٢٠ دوکانونه سوځېدلي او يو جومات هم  ويجاړ شوى دى.

خو دولتي چارواکو تر اوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.