جلال اباد ( پژواک، ۹ تله ۹۳ ) : د ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی وایي چې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ د دوى پر شخصي ځمکه کې جوړه شوې او د پاکستان کونسلګرۍ چارواکو ترې غصب کړې ده.
د حشمت غني استازو دتلې په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې اته ویشت بسوې ځمکه چې د حشمت غني پلار شاه جهان غني پاکستان قونسلګرۍ ته په١٣٥١ هجري کال کې په کرايه ورکړې وه، چې اوس پرې د پاکستان کونسلګرۍ دعوه کړې او له دوى څخه يې غصب کړې ده.
د حشمت غني استازو نن په جلال اباد کې رسنيو ته هغه اسناد او شواهد هم په لاس کې ورکړل کوم چې د دوى سره موجود وو.
دوى ويل چې له دوى سره د يادې ځمکې شرعي قباله هم موجوده ده، خو د ننګرهار والي په يادې چارې کې ناغيړي کوي.
د حشمت غني یو تن استازي مطيع الله بهادرخيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان کونسلګرۍ ته ياده ځمکه په کرايي ورکړل شوې وه، خو اوس د څو کلونو په تېرېدو سره پر يادې ځمکې د پاکستان کونسلګرۍ دعوه کړې چې ګواکې پر دوى پلورل شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دوى سره د يادې ځمکې ټول کره اسناد او شواهد موجود دي خو ولايتي اداره په کې ناغيړي کوي.
ده وويل: (( موږ د بهرنيو چارو وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې سره او نورو ادارو سره اړيکې ټينګې کړې ټولو راته په ولايت مقام مکتوبونه راکړل چې ياده حويلۍ بايد د پاکستان قونسلګرۍ تخليه کړي خو له بده مرغه ولايتي اداره ناغيړي کوي))
د ولسمشر اشرف غني احمدزي ورور حشمت غني احمدزي له پژواک خبري اژانس سره د ټيلیفون په کرښه وويل چې د مرکزي دولت څخه یې ټول مراحل پوره کړي او د قانوني اسنادو په درلودو سره بیا هم د ننګرهار والي ورسره د کونسلګرۍ په تخلیه کولو کې مرسته نه کوي.
نوموړي وويل: (( که تاسو ټول اسناد وګورئ، نو ټولو امر ورکړى چې دغه کور دې تخليه شي خو دا چې نه يې پريږدي دا بيله خبره ده))
حشمت غني دیوې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د ورور د واک ته رسيدو سره سم يې ياده مسله راپورته کړه وويل چې له تېرو څو کلو راهیسې يې د خپل کور د بيرته لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې پيل کړې وې.
ده وويل: (( ما له والي سره خبرې وکړې اوورته مې وويل چې تا ته له مرکزه امر شوى چې کور خالي کړه ولې د پاکستان طرفداري کوې، نو هغه بيا سم له واره ډاکتر اشرف غني ته ويلي چې ورور دې زور غږوي حال دا چې دا زما کور دى او زما حق دى))
په ننګرهار کې د پاکستان کونسل فرمان یوسفزي د حشمت غني ادعا رودوي او وايي، چې د حشمت غني او ولسمشر احمدزي له پلار شاه جهان غني څخه یې دغه حویلي نولس سوه او پنځه نوي میلادي کال کې هغه مهال اخېستې وه چې شاه جهان غني په امریکا کې اوسیده.
نوموړي زیاته کړه : (( موږ ته د اشرف غني احمدزي پلار ويلي چې که تاسې د دغه کور شل کاله کريه دار پاتې کيږئ نو موږ دغه کور پر تاسو خرڅوو نو موږ هم د دوه نيم لکو ډالرو چيک ورکړ او موږ ترې واخيست))
د ده په خبره چې له دوى سره ټول اسناد موجود دي او د يادې خبرې شاهد په خپله ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزى هم دى چې د هغه په مخ کې ياده حويلۍ پر دوى پلورل شوى ده.
یوسفزي وويل: (( موږ سره رسيد دى او د ډاکتر اشرف غني تره قيوم کوچی هم له دې موضوع خبر دی.))
د ننګرهار ولایتي اداره په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP