Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل

کندوز (پژواک ٩ تله ٩٣): کندوز ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١١ بجې، د کندوز ښار په چوک کې د غضنفر ودانۍ مخې ته رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې ماين د عامه ساتنې د قطعې اړوند تر رينجر موټر لاندې ځاى پر ځاى شوى و چې سرتېري يې د معاشونو د اخيستو لپاره تللي وو.

هغه وويل چې په دې پېښه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى خو رينجر موټر يو څه خراب شوى دى.

په دې سيمه کې يوه عيني شاهد حضرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د يوه ماشوم، يوې ښځې او ٥ سړو په ګډون ٨ ملکيان ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چاودنه دومره درنه وه چې په ٥٠٠ مترۍ کې يې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او ځيني هټۍ يې ويجاړې کړې دي.

که څه هم د دغه ولايت امنيتي چارواکو، د يادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو عيني شاهدان وايي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندوز کې په دې وروستيو کې د مقناطيسي ماينونو چاودنو زور اخيستى او خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.