Language

د کاپيسا د ځينو سيمو خلک د وسله والو ډېروالي اندېښمن کړي

محمودراقي (پژواک ١٠ تله ٩٣): د کاپيسا ولايت د نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د لوى اختر په رانږدې کېدو سره د وسله والو مخالفينو بريدونو زياتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

د دغه ولايت د تګاب، اله سای او نجراب ولسواليو امنيت په دې وروستيو کې خراب شوى او ډېرى مهال ترې د جګړو او نښتو راپورونه ورکول کېږي.

د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خليل پژواک خبري اژانس ته وويل چې اختر ته لږې ورځې پاتې دي، خو د نا امنيو له وېرې خلک بازار ته نه شي تللى.

هغه زياته کړه: ((د دولت وسله وال مخالفين پر لارو ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي او پر لويو لارو يې بريدونه هم زيات کړي چې له امله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.))

د خليل په وينا، همدا پرون د تګاب ولسوالۍ د تعمير بازار په سيمه کې وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو د يوه سرتېري پر پلار ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

د نجراب ولسوالۍ يو اوسېدونکى عطامحمد وايي چې د ولسوالۍ په سربولې سيمه کې وسله وال مخالفين لارې ته راوځي او خلک ځوروي.

هغه زياته کړه چې د اختر رانږدې کېدو سره دا ډول نا امنۍ خلک اندېښمن کړي دي.

بلخوا د اله سای د علاقدارۍ سيمې اوسېدونکی لال ګل وايي، هغه دولتي مامورين چې د اختر رخصتيو لپاره خپلو کليو ته راځي، نو په لاره وسله وال پرې بريدونه کوي.

هغه له دولت څخه غواړي چې بايد پر لويو لارو امنيتي پوستې زياتې کړي.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي چې دوی په دې اړه امنيتي جلسه نيولې او د دوی امنيتي ځواکونه به د يو پلان او مهالوېش له مخې د کاپيسا په ټولو برخو کې امنيت خوندي کړي او هڅه به وکړي چې د امنيتي پېښو مخه ونيسي.

Related Topics