غزني ښار ( پژواک، ۱۱ تله ۹۳ ) : وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لاره د سپرلیو له ۳۰۳ موټر څخه اوه کسان ښکته کړی او درې یې ترې وژلي دي.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ د تلې په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له تر غرمې وروسته وسلوالو طالبانو دغزنی ښار د نوغي په سیمه کي له یو۳۰۳ دوله موتر څخه ۷ تنه سپرلۍ کښته کړي چي له دی جملې څخه یې درې تنه وژلي او څلور نور لا اوس هم ورسره دي.
هغه زیاته کړه، تراوسه روښانه نه ده چې دغه کسان څوک دي خو له کندهار څخه د اختر د رخصتیو لپاره کابل ته روان وو چی طالبانوله موتره کښته کړل.
دغزنی دولایتي روغتون رییس باز محمد همت وایی چی دوی ته نن مازیګر درې جسدونه ور وړل شوي چی دمرمیو په واسطه وژل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه جسدونه نن ماښام ددوی دکورنیو غړو کابل ته ولیږدول .
وسله والو طالبانو تراوسه په دی اړه څه ندی ویلي.
نوغي دکابل کندهار په لویه لاره دغزني ښار ته په پنځه کیلومترۍ کي پرته سیمه ده چي په دې ورستیو کې یې امنیت ډیر خراب شوی دی.