مزارشريف ( پژواک، ١٢ تله ٩٣ ) : د بلخ ولايت د بېلا بېلو سيمو د ښوونځيو ښوونکي وايي، چې د کم معاش له امله په ولسواليو کې د ښوونکو کمښت د پوهنې روان بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولين هم وايي، چې په دغه ولايت کې د پوهنې پر وړاندې له ټولو جدي خنډ د ولسواليو په کچه د ښوونکو کمښت دی، چې بايد مرکزي دولت يې پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د بلخ ولسوالۍ د سالارزو کلي د سلارزو منځني ښوونځي ښوونکي وحيدګل زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم په ياده سيمه کې له ښوونځي سره د خلکو لېوالتيا ډېره ده؛ خو د پوهنې روان بهير يې غوښتنو ته ځواب نه شي ورکولی.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی د ښوونځي نورې نږدې ټولې اړتياوې پوره شوي؛ خو بنسټيزه ستونزه، چې د ښوونکو نه شتون دی، لا هم نيمګړې پاتې ده.
د هغه په وينا، د دوی ښوونځى منځنی دی، چې بايد له ۱۵ څخه زيات ښوونکي ولري؛ خو په ياد ښوونځي کې يواځې له لسو څخه کم ښوونکي په ښوونه بوخت دي.
زهير وويل، چې د ښوونکو دکمښت ستونزه له کم معاش څخه سرچينه اخلي، چې جدي حل ورته لا هم نه دی لټول شوی.
نوموړي زياته کړه، چې دی ۶۵۰۰ افغانۍ معاش لري، چې د يوه عادي کور د اقتصادي ستونزو د حل کولو وس په کې نه شته.
د هغه په وينا، دی د ولسوالۍ له مرکز څخه نږدې ۳۰ کيلومتره لرې خپل ښوونځي ته د موټر سايکل په مرسته ځان رسوي، چې نږدې نيم معاش يې د لارې پر تګ راتګ لګېږي.
زهير وويل: ((زما پاتې معاش چې شاوخوا ۳زره افغانۍ کېږي، زما د کور اړتياوې نه شي پوره کولی.))
د بلخ د پوهنې رياست مسوولين هم د دغه ولايت په ولسواليو کې د ښوونکو د کمښت د ستونزې پخلی کوي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس عزيزالله عزيز پژواک ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د پوهنې په برخه کې له ټولو جدي ستونزه په ولسواليو کې د ښوونکو کمښت دی.
نوموړي زياته کړه، چې د همدې کمښت له امله په ياد ولايت کې د پوهنې روان بهير له ټکنيتوب سره مخ دی.
هغه ومنله، چې د ښوونکو کم معاش د دې لامل شوی، چې ولسواليو ته ځينې ښوونکي د دندې د ترسره کولو لپاره حاظر نه شي.
عزيز وويل، چې ډېری وخت ښوونکي د خپلو ورځنيو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ځينو نورو ورځينو چارو ته وخت ورکوي، چې له امله يې د ښوونځي په ښوونيز پلان منفي اغېز کوي.
نوموړي زياته کړه، چې لږ تر لږه بايد د ښوونکي معاش تر دې کچې وي، چې د خپلې کورنۍ عادي اقتصادي ستونزې پرې حل کړای شي.
د هغه په وينا، د ښوونکو د معاش د ستونزې د حل په موخه بايد مرکزي دولت تصميم ونيسي، چې د هېواد په کچه په ولسواليو کې د همدې ستونزې له امله د ښوونې ټکنۍ بهير ګړندی شي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل وايي ، چې دوى څه موده مخکې له زرګونو کسانو څخه ازموينه واخيسته، څو د ښوونکو په توګه وګومارل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دا پروسه پيل شوې ده او ډېر ژر به په بلخ کې هم دا ستونزه هواره شي.