Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد ښاريان د چارواکو له لوري د کوڅو او لارو بندولو په تنګ کړي

جلال اباد (پژواک ۱۲ تله ٩٣): د جلال اباد ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د ښار ډېرى لارې د دولتي ادارو له لوري تړل شوې دي.

دوى وايي چې د ښار څو مهمې لارې چې ګڼ موټر او پلي کسان به پرې تلل راتلل اوس د دولتي ادارو او يو شمېر لوړپوړو چارواکو له لوري تړل شوې دي.

دا مهال په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت، استیناف محکمې، د هند قونسلګري، ولايت مقام، شېرزي لوبغالي او يو شمېر نورو دولتي ادارو او لوړپوړو چارواکو د کورونو او دفترونو مخو ته لارې تړل شوې دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي حاجي محمد زبير خاکسار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښار د ګوتو په شمېر سړکونه لري چې هغه هم د ځينو چارواکو او  دولتي ادارو له لوري تړل شوي دي.

نوموړى وايي چې دا مهال د اومې ويالې لويه لاره چې په يوه شېبه کې پرې سلګونه موټر تګ راتګ کوي د ملي امنيت له لوري تړل شوې ده.

ده زياته کړه: ((په کار دا ده چې ملي امنيت له پېښې وړاندې د پېښې مخنيوى وکړي، نه دا چې دوى خلکو ته مزاحمت وکړي او لارې وتړي.))

د حاجي خاکسار په خبره چې د استيناف محکمې مخې ته هم سړک تړل شوى او په کار ده چې ياد سړکونه خلاص شي.

د ده په خبره چې د محکمې مخې ته يو طرفه سړکونه دي چې يو يې د استيناف محکمې له لوري تړل شوى او بل يې د زندان د مسوولينو له لوري.

خاکسار زياته کړه: ((د اومې ويالې عمومي سړک تړل شوى، د  استيناف محکمې سړک تړلى، محبس تړلى نو اوس سړى حيران شي چې په کومه لار ولاړ شي.))

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکى ناصر خان هم ورته خبره کوي او وايي چې تر ماښام وروسته د ننګرهار امنيې قوماندانۍ مخې ته سړک هم د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له لوري تړل کېږي.

ده زياته کړه چې وروسته له ماښامه که څوک غواړي ښار ته ولاړ شي نو په ډېرو اوږدو لارو به تېريږي چې له ګڼو ستونزو سره يې ښاريان مخ کړي دي.

نوموړى وايي: ((وروسته له ماښامه چې ښار ته راشې حيران به شې چې اوس په کومه لار  لاړ شې، سيمه خاردار سيمونه يې غځولي وي او په سمه لار دې نه پرېږدي.))

ده وويل چې ځينې لارې خو يواځې د شپې تړل کېږي او ځينې يې داسې دي چې د ورځې او شپې تړلي وي او هېڅوک پرې تلو راتلو ته نه پريږدي.

د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکي مولوي سالم جان پژواک اژانس ته وويل چې په ښار کې د هند قونسلګرۍ هم روغه کوڅه او سړک بند کړي او همداراز د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم يو سړک چې دواړو خواوو ته يې کورونه دي تړلی دی.

ده زياته کړه: ((د شېرزي لوبغالي مخې ته سړک هم د جمعې په ورځ او  د شپې تړلى وي، د ښار ټولې لويې لارې د چارواکو له لوري تړل شوې دي.))

د نوموړي په وينا، په ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل يواځې او يواځې د لويو سړکونو او کوڅو تړل دي که چېرې دا خلاص شي نو ګڼه ګوڼه ورسره راکمېداى شي.

د ننګرهار پوهنتون محصل عبدالجميل پژواک اژانس ته وويل چې په ښار کې د لارو د تړلو له امله ډېرى وخت په ټاکلي وخت پوهنتون ته هم نه شي رسيدلى.

نوموړي وويل: ((ټولې لارې تړل شوې، موږ له ولايتي ادارې غواړو چې نور دې دا لارې خلاصې کړي، پر ځاى د دې چې خلکو ته اسانتيا را ولاړه کړي تنګوي يې.))

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم ياد شکايتونه مني او وايي چې په جلال اباد ښار کې ګڼې لارې د دولتي ادارو او چارواکو له لوري تړل شوې دي.

نوموړى وايي چې ډېر ژر به يو شمېر لارې پرانيزي او هغه لارې چې د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې غور به پرې وکړي.

ده زياته کړه: ((د ملي امنيت، استيناف محکمې او يو شمېر نورې لارې چې تړل شوې، دا به پرانيزو، نورې به هېڅ کومې لارې تړلې پاتې نه شي.))

د ګرديوال په خبره، يواځې د هند قونسلګرۍ لاره د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې؛ ځکه په يادې کوڅه کې شخصي کورونه هم موجود دي.

د نوموړي په وينا چې د مسلميار د کور کوڅه ځکه تړل شوې چې نوموړى د مشرانو جرګې رييس دى او يو شمېر امنيتي ګواښونه ورته موجود دي نو په کار ده چې تړلې پاتې شي او پاتې ټولې لارې به دوى خلاصې کړي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم چارواکو په کراتو کراتو ژمنې کړي چې تړل شوې لارې به پرانيزې خو تر اوسه ټولې ژمنې پاتې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.