جلال اباد ( پژواک، ١٣ تله ٩٣ ) : د نورستان ولايت د ښځو چارو رييسه وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، خو تر اوسه مرکزي حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
فيضان نورستانۍ له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې اوس هم په دى ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ګڼې پېښې موجودې دې، خو دوى د امکاناتو د نه شتون او امنيتي ستونزو له امله لاسرسى ورته نه لري.
د رييسې په خبره، په نورستان ولايت کې لا هم ښځو ته د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې او تر اوسه پورې مرکزي ادارې ورته کومه پاملرنه نه ده کړې.
نوموړې زياته کړه : (( ښځينه ښوونکې نه شته، نو ځکه ښځې له کوره هم نه راوځي، کلتوري محدوديتونه موجود دي.))
د نورستانۍ په خبره، تر دې مهاله د ښځو چارو رياست کومه ځانګړې ودانۍ هم نه لري او نه هم د ښځو د ژوند د سطحې د لوړولو په موخه کوم پرمختګ شوى او په کار وه ، چې دوى د ښځو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي وي، خو دا چارې که ترسره شوې هم وي ډېرې تيتې دي.
هغې زياته کړه، څومره کار چې په نورو ولايتونو کې شوى د يادو کارونو لسمه برخه هم په نورستان کې نه دى شوى او بايد نورستان ولايت ته نور پام وشي.
فيضان وايي : (( امنيت بايد ښه شي، تر څو ښځې په ازاده فضاء کې له کوره راووځي، دا مهال موږ که ډېره هڅه هم وکړو، نو د ګوتو په شمېر ښځې له کورونو نه شو راويستلى.))
نوموړې دا هم وايي، چې ډېرى ښځې د کلتوري محدويتونو له امله له کورونو نه شي راوتلى ، نه هم خپلو زده کړو ته دوام ورکولى شي او په دغه برخه کې عامه پوهاوي ته سخته اړتيا ده.
د ښځو چارو رييسې له نوي حکومته غوښتنه وکړه، چې نورستان ته دې پام وکړي او بايد په دغه ولايت کې د ښځو د زده کړو په برخه کې لازمې مرستې وکړي.
د رييسې په خبره، نورستان هغه لرې او له پامه غورځېدلى ولايت دى، چې په تېرو ١٣ کلونو کې د ښځو لپاره ورته پام نه دى شوى .
هغې زياته کړه: (( نورستان يو غرنى ولايت دى، يواځې په نوم ، خو تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم چارواکى نه دى رحمېدلى چې دغه ولايت ته لږ کار وکړي.))
نوموړې له نوي ولسمشره هم غواړي ، چې د نورستان د ښځو لپاره دې داسې زمينه برابره کړي کومه چې په کابل کې ښځو ته برابره ده.
د نورستان د ښځو رييسه زياتوي ، ولسمشر په خپلو کړيو ژمنو کې ويلي، چې هېڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دى ، نو بايد خپله کړې ژمنه ترسره او ټولو افغانانوته يو ډول حقوق ورکړي.
فيضان نورستانۍ وايي: (( نور د نورستان ښځې په دې ډول بد حالت کې ژوند کول نه غواړي او موږ د پرمختګ غوښتونکي يو.))
ياده دې وي ، چې د نورستان ډېرى چارواکي له مرکزي ادارې ناخوښه دي او تر اوسه يې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP