Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د بيسکوېټ جوړولو فابريکې فعاليت پيل کړى

جلال اباد (پژواک ١٣ تله ٩٣): په ننګرهار کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره په نړيوال معيار د بيسکوېټو جوړولو فابريکې فعاليت پيل کړى چې ټول هېواد ته ترې د ملګرو ملتونو د نړيوال خوراکي پروګرام له لاري وېشل کېږي.

د دې فابريکې مشر حاجي فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې په ننګرهار ولايت کې د خوارځواکو (سويي تغذي) او هغو ماشومانو لپاره چې ذهني کمزورتيا لري بيسکېټ توليدوي.

ده زياته کړه: ((موږ دغه بيسکېټ د ډبليو اېف پي لپاره توليدوو، له توليد وروسته يې هغوى په وړيا ډول په ټول هېواد کې وېشي.))

د حاجي فاروق په خبره چې پخوا د ټول هېواد لپاره دغه بيسکوېټ په هند کې توليدېدل خو اوس له نېکه مرغه په ننګرهار کې توليديږي.

دى زياتوي چې په يادو بيسکوېټو کې ١٦ ډوله انرژۍ استعمالېږي او د ډبليو اېف پي تر نظارت لاندې جوړېږي.

نوموړي وويل: ((موږ خو اوس يوازې د افغانستان لپاره توليد کوو، خو په راتلونکي کې هڅه کوو چې توليدات له هېواده بهر نورو هېوادونو ته هم وغځوو.))

د يادې فابريکې مشر زياتوي چې په فابريکه کې يې له دېرشو زيات کسان پر چارو بوخت دي او که چېرې ده ته زمينه برابره شي نو فابريکه به لويه کړي تر څو ګڼ په کې پر دندو بوخت شي.

د ده په خبره چې د دوى بيسکوېټ د ډبليو اېف پي له لارې هغو سيمو ته هم لېږدول کېږي چې جګړې ځپلې وي او يا هم طبيعي پېښو کې ځپل شوې وي.

د بيسکوېټ جوړولو د فابريکې يوه کارکوونکي وسيم پژواک ته وويل چې له دې يې په ننګرهار کې له بې روزګارۍ تنګ شوى و او ګاونډي هېواد پاکستان ته به د خښتو اچولو لپاره ته.

نوموړي زياته کړه: ((مګر اوس دا دى موږ په فابريکه کې کار کوو، د خپل هېواد لپاره خدمت کوو او د کورنۍ ګوزاره مو ښه روانه ده.))

د عمر فاروق بيسکوېټ جوړولو فابريکې يوه بل کارکوونکي خان محمد  وويل چې د ورځې اته ساعته کار کوي او په جريان کې يې تر څو ټنو بسکوېټ توليدوي.

هغه وويل: ((دا بيسکوېټ چې موږ يې توليدوو په ټول هېواد کې لومړني بيسکوېت دي چې ١٦ ډوله انرژيانې په کې استعمالېږي.))

ده زياته کړه چې د دوى له لوري توليدېدونکي بيسکوېټ دا مهال يواځې او يواځې د ډبليو اېف پي له لوري په وړيا توګه وېشل کېږي او تر اوسه پورې ازاد بازار ته نه دي راوتلي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى معلم ابو ريحان پژواک اژانس ته وويل، ياد بيسکوېټ چې دا مهال د ډبليو اېف پي له لوري ورکول کېږي د هغو ماشومانو لپاره ډېر ګټور دي کوم چې ذهني کمزورتيا لري.

ده زياته کړه چې پخوا به د دوى لېسو ته بېسکوېټ راتلل مګر اوس د ډبليو اېف پي قرارداد پاى ته رسېدلى دى.

نوموړى وايي: ((که چېرې دا قرارداد بيا وشي نو ګټه به يې زده کوونکو ته ډېره وي، ځکه دا بېسکيټ په بازار کې نه پېدا کېږي او ډېر ګټور دي.))

دى وايي چې که شوني وي نو بايد د فابريکې څښتن دې ياد بيسکوېټ ازاد بازار ته هم را وباسي تر څو هر څوک ترې برخمن شي.

ياده دې وي، په ننګرهار کې دا لومړنۍ فابريکه ده چې په نړيوال ستندرد بيسکوېټ توليدوي او د ډبليو اېف پي له لارې يې د هېواد ټولو سيمو ته لېږدوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.