ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند ته نږدې يو ميليون درسي کتابونه رسېدلي

هلمند ته نږدې يو ميليون درسي کتابونه رسېدلي

author avatar
5 Oct 2014 - 09:05
هلمند ته نږدې يو ميليون درسي کتابونه رسېدلي
author avatar
5 Oct 2014 - 09:05

لښکرګاه (پژواک ١٣ تله ۹۳): د هلمند د ښوونې او روزنې اړوند مسوولين وايي چې يو څه کم يو ميليون درسي او د ښوونکو لارښود کتابونه رسېدلي چې ورسره ستونزه تر يوه بريده هواره شوې ده.

د دغه ولايت د پوهنې رياست د خپرونو عمومي مدير عبدالصبور نوزادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو کتابونو په رسېدو سره به په دغه ولايت کې د کتابونو د نشتوالي ٩٠ سلنه ستونزې هوارې شي.

نوموړي زياته کړه چې دغه کتابونه په ۱۸ کانټينرونو له کومې ستونزې پرته لښکرګاه ته رسېدلي دي چې ټول ٩٣٨ زره او ١٩٢ جلده کتابونه دي.

د نوزادي په وينا، ډېر ژر به لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته د دغو کتابونو د لېږد لړۍ پيل شي، څو هلته هم زده کوونکي کتابونه ترلاسه کړي.

د پوهنې د خپرونو مسوول وويل چې په ياد شمېر کتابونو کې ۹۷۵۰ جلده يواځي د ښوونکو د لار ښود لپاره دي او پاتې نور يې د بېلا بېلو ټولګيو اړوند مختلف مضامينو لپاره دي.

د پوهنې ياد چارواکی وايي چې د دغو کتابونو پېر او پلور په بازار کې بند دی که چېرې څوک په دې تور ونيول شي، د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

بلخوا د دغه ولايت زده کوونکي هم د کتابونو په را رسېدو خوښ دي، د اهل الله په نوم د لښکرګاه ښار د تور ټانګ د لېسې يوه زده کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې کتابونه پر وخت نه رسېدل.

هغه زياتوي چې سږ کال دغه کتابونه پر وخت ورسېدل او په دې سره به د زده کوونکو په وړتيا او زده کړه کې هم مثبت توپير راشي.

فريدون هم د لښکرکاه ښار د دوستي لېسې زده کوونکی دی، وايي چې په ۱۰ ټولګي دی او د کتابونو په شتون کې يې ستونزې درلودې، خو که دغه کتابونه پر وخت ورته ورکړل شي چې ټولې ستونزې به يې حل شي.

نوموړي غوښتنه کړه چې د ولسواليو زده کوونکو ته هم پوره پاملرنه وشي، ځکه هغوی لرې دي او په ستونزو يې مرکز نه شي خبرېدلی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.