کندهار (پژواک ١٤ تله ٩٣): د ارغنداب ولسوال وايي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته که څه هم په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو پرمختيايي چارې په ټپه درېدلې دي.
ولسوال حاجي شاه محمد احمدي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، هغه مهال چې په ارغنداب کې بهرني ځواکونه موجود وو، نو ډېر مهال به يې په خپل لګښت د بيارغونې کارونه ترسره کول، خو کله چې هغوى تللي، په دې ولسوالۍ کې بيا د رغونې کارونه نه دي شوي.
هغه وويل، بهرنيو ځواکونو دلته بندونه، پلونه، سړکونه، ويالې او نور جوړول او دغه راز کله نا کله به يې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم له خلکو سره مرستې کولې، خو اوس يوازې سيکا موسسه په دې ولسوالي کې د بيارغونې کارونه پر مخ وړي.
نوموړي له مرکزي ادارې هم ګيله وکړه چې په دې موده کې يې دې ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده کړې، چې له امله يې خلک له راز- راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه په دې لړ کې نيوکه وکړه چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي په موخه د فوډ زون په نوم پروګرام کې هم دغه ولسوالي نه ده شامله شوې.
د فوډ زون پروګرام د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پر مختيايي ادارې په ٢٠ ميليونه ډالره لګښت په دوو کلونو کې پلى کېږي، چې اساسي هدف يې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه ده.
ولسوال وويل، ارغنداب د کندهار د هغو ولسواليو په کتار کې راځي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په کې هيڅ نشه يي توکي نه دي کرل شوي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو هيله لرله چې د فوډ زون په پروژه کې به په ارغنداب کې کرنه وده کړي او بيارغنيزې چارې به بيرته پيل شي، خو داسې و نه شول.
هغه زياته کړه، ارغنداب د کندهار تر ټولو لويه کرنيزه ولسوالي ده چې ۱۴ زره اوسېدونکي يې په کرنه او درې زره تنه يې د غواوو په روزنه بوخت دي او مهم حاصلات يې انګور، انار او نورې مېوې دي، خو مناسب بازار ورته نه لري.
دى وايي، د مناسب مارکېټ او بهر ته د لېږد د اسانتياوو د نشتوالي له امله هر کال د دې ولسوالۍ يو پر دوه برخه انار خرابېږي او يوازې يوه برخه يې نورو ولايتونو او پاکستان ته صادرېږي.
د نوموړي په وينا، که د چاودلو انارو لپاره دلته د جوسو فابريکه جوړه شي، نو انار به له ضايع کېدو وژغورل شي او باغ لرونکو ته به يې ډېره ګټه ورسېږي.
د ده په خبره، اوس مهال په دې ولسوالي کې امنيت ښه شوى او د بيارغونې کارونو او نورو خدماتو ته په کې زمينه مساعده شوې ده.
احمدي وويل، د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې ګڼ مېشتې او په باغونو پوښلې ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت خورا ستونزمن کار و، خو دغه کار د سيمه پوليسو پر مټ ترسره شو او هغوى په تدريجي توګه وتوانېدل امنيت خوندي کړي.
هغه زياته کړه، او سمهال د ارغنداب په ٧٢ کليو کې شاوخوا ۳۷۵ سيمه ييز پوليس په دندو بوخت دي چې د خلکو په مرسته يې په داسې حال کې د کليو امنيت ساتلى، چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي د اعاشې نه ورکول او د معاشونو ځنډ د سيمه ييزو پوليسو جدي ستونزې يادې کړې او له مرکزي ادارې يې د دې ستونزې حل وغوښت.
د ارغنداب ولسوال د پوهنې، روغتيايي خدماتو او حکومتولۍ د چارو په اړه وويل چې اوسمهال په دې ولسوالي کې د ګڼو رياستونو څانګې فعالې شوې، خو له پرمختګونو سره سره د پوهنې او روغتيا په برخه کې لا هم ستونزې شته.
هغه وويل، په ارغنداب کې د ١٩ ښوونځيو له ډلې ١٦ ښوونځي فعال دي، چې ډېر يې په کرايي کورونو کې په ناسم حالت کې دي، چې په وار وار يې دغه ستونزې د پوهنې رياست له چارواکو سره شريکې کړې، خو د حل لپاره يې اقدام نه دى شوى.
نوموړى د مسلکي ښوونکو کمښت هم لويه ستونزه يادوي او وايي، د دې ولسوالۍ ٦٨٠٠ زده کوونکي کم شمېر مسلکي ښوونکي لري او نور يې نامسلکي دي.
د روغتيايي خدماتو په اړه هغه وويل چې اوس مهال په دې ولسوالي کې درې روغتيايي مرکزونه فعال دي، چې د خلکو ګڼه ګوڼه ورباندې زياته ده او بسنه نه کوي.
ولسوال له مرکزي ادارې وغوښتل چې د کندهار دغې مهمې ولسوالۍ ته پاملرنه زياته کړي او د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي
ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال ته د شاوخوا ١٠ کيلومتره په واټن پرتهده، په دې ولسوالۍ کې د ارغنداب سيند سوېل لويديځ لوري ته غځېدلى، چې د دې ولسوالۍ ٢٧٧ کيلو متره ځمکه يې نيولې ده او په پاى کې هلمند ته غځېدلى او همالته د هلمند په سيند ګډېږي.
دغه سرسبزه ولسوالي په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په مرکز بدله شوې وه، چې ان د کندهار ښار امنيت يې هم ګواښه، چې وروسته په کې پراخ عمليات وشول او اوس په کې امنيت ښه شوى دى.