Language

له کندهار څخه د ٨ ميليونه ډالرو په ارزښت انګور صادر شوي

 کندهار ( پژواک، ١٤ تله ٩٣ ) : د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، له دغه ولايت څخه د ٨ ميليونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي، چې د تېر په پرتله يې کچه لوړه ده.

د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کندهار څخه په راجستر او غير راجستر توګه شاوخوا ٤٠ زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي، چې ټوليز ارزښت يې ٨ ميليونه ډالر کېږي.

هغه زياته کړه، د تېر په پرتله د کندهار د انګورو په حاصلاتو او صادراتو کې زياتوالى راغلى چې لامل يې د انګورو د نويو باغونو جوړېدل او پراخېدل دي.

د نوموړي په وينا، د اسانتياوو د نشتوالي له امله د تېر په څېر دا ځل هم ډېر انګور يواځې پاکستان ته صادر شوي، خو له هغه ځايه بيا عربي او نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم وړل شوي دي

دى زياتوي، په اوسنيو شرايطو کې د کندهار د مېوو ډېره ګټه پاکستاني سوداګر تر لاسه کوي، ځکه هغوى يې له افغان سوداګرو په ټيټه بيه اخلي او بيا يې نورو بهرنيو هېوادونو ته تر وړلو وروسته په لوړه بيه پلوري.

بينا وايي، د منظم ځمکني او هوايي ترانسپورټ نشتوالى هغه لويه ستونزه ده ، چې نړيوالو مارکېټونو ته يې د کندهار د انګورو او نورو مېوو د رسېدو مخه نيولې ده.

هغه وويل، دلته لا هم د منظم ترانسپورټ امکانات نشته چې مېوې په يخچال لرونکو موټرو  کې ولېږدول شي او د شوي تړون له مخې، تر واګه بندر پورې د تګ راتګ اجازه ولري

د دې تر څنګ د هوايي ترانسپورټ اسانتياوې هم نشته او شته هوايي شرکتونه بيا مېوه په دومره ګرانه بيه لېږدوي، چې د مېوې تر بيې يې کرايه  څو برابره لوړېږي.

د سوداګرۍ خونې دغه چارواکي وايي، که د يوه منظم پلان له مخې په لومړي ګام کې د کرنې او باغدارۍ چارې فني شي او وروسته نړيوالو بازارونو ته د مېوو او محصولاتو د لېږد اسانتياوې برابرې شي، نو په اقتصادي برخه کې به پراخ پرمختګ رامنځته شي.

هغه زياتوي، په اوسنيو حالاتو کې ډېره تکيه پر پاکستان ده، خو دغه هېواد هم ډېر مهال ګډه پوله تړي او ډېر مهال په مېوو بار موټرو ته اجازه نه ورکوي ، چې دغه هېواد ته داخل شي.

د ده په خبره، دغه چاره ډېر مهال د مېوو د خرابېدو سبب کېږي ، چې په پايله کې يې سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اوړي.

 

د کندهار ولايت د تازه مېوې سوداګر هم د پولې له بندېدو شکايت کوي او وايي چې همدا تېره ورځ پاکستاني ملېشو اجازه نه ورکوله، چې په انګورو او انارو بار موټر دغه هېواد ته داخل شي.

د حاجي احمد په نوم د مېوو د يوه صادروونکي شرکت مسوول پژواک اژانس ته وويل، پاکستان هر کال داسې کوي او پوله د څو ورځو لپاره تړي، چې په پايله کې په موټرو کې بار مېوې خرابېږي او هغوى ته زيان اوړي.

ده زياته کړه، په دې لړ کې تېره ورځ هم پوله تړل شوې وه او په مېوو بار موټرو ته يوه ورځ وروسته د تګ اجازه ورکړل شوه.

هغه له اړوندو مسوولينو وغوښتل ، چې د مېوو د صادرولو پر بديلو لارو چارو دې غور وشي او دا اسانتيا دې برابره شي ، چې هغوى په خپله  مېوه تر نړيوالو مارکېټونو ورسوي.

بلخوا د کندهار د انګورو باغ لرونکي وايي، چې د تېر په څېر يې سږ کال هم ګڼې ستونزې لرلې، چې له امله يې هغوى ته زيانونه رسېدلي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان کلي يوه باغ لرونکي حاجي تور جان پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې يې د انګورو حاصلات رسېږي، يا خو يې په سيمه کې جګړې پيل کېږي او يا هم وسله وال په لارو او باغونو کې ماينونه خښوي، چې هغوى نه شي کولاى د انګورو حاصلات را ټول کړي.

هغه دغه راز يوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې بشپړ کال د انګورو پر تاکونو خواري او لګښت وکړي، خو اخر يې پر يوه ځاى په ټيټه بيه له دې مجبورۍ وپلوري ، چې خراب نه شي.

دى زياتوي، که په کندهار کې کولډ سټورونه جوړ شي، نو باغ لرونکي به اړ نه وي چې خپل محصولات پر يوه ځاى په کمه بيه وپلوري، بلکې په سړو خونو کې به يې ساتي او په نسبتاً ښه بيه به يې پلورلاى شي.