ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۲۱ زره کورونوته دثبت نمبرونه وېشل شوي

هلمند کې ۲۱ زره کورونوته دثبت نمبرونه وېشل شوي

author avatar
6 Oct 2014 - 10:27
هلمند کې ۲۱ زره کورونوته دثبت نمبرونه وېشل شوي
author avatar
6 Oct 2014 - 10:27

لښکرګاه(پژواک١٤ تله ٩٣): د لښکرګاه ښاروالۍ د اسانتيا په موخه ۲۱ زره کورونو او جايدادونو ته دثبت په موخه نمبرونه وېشلي دي.

د هلمند ولايت مرکز دلښکرګاه ښاروالۍ مرستيال احمدمسعود سېلاب وايي،  ددې لپاره چې دښاروالۍ او نورو سکتورونو له خوا خدمات  په اسانۍ سره وړاندې شي، او له دې لارې ټيکس هم راټول شي، کورونو ته يې ځانګړي نمبرونه ورکړي دي.

 سېلاب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله ۴۱ زره جايدادونه ثبت شوي   ،چې ۲۱ زره کورونو ته يې نمبرونه او دهغوی ادرسونه ورکړي او دغه راز په ښاروالۍ کې هم  په همدې نمبر ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له يوې خوا دغه کار خلکو ته خپل ادرس ته د رسېدو په موخه زمينه برابروي او له بلې خوا له امنيتي پلوه ګټور تماميږي، چې دپېښې په وخت کې امنيتي چارواکي کولاى شي ژر تر ژره  ځانونه سيمې ته ورسوي.

 دلښکرګاه ښاروالۍ مرستيال وايي،چې دياد پروګرام په پلي کولو سره، امنيتي ځواکونو ته ددې اسانتياوي هم برابرې شوي، چې مشکوک کسان نه شي کولی په پټه توګه کورونه  په کرايه ونيسي او يا يې دکور خاوند په دې ډول سره ناپېژانده کورنيو ته په کرايه ورکړي،چې له دې لاري بيا ستونزې راپورته شي.

سېلاب وويل، چې دکورونو په راجستر کولو سره دوی د محيط د پاکۍ پروسه هم چټکه کړې او کولی شي،چې دهمدې سروې او وېش پر بنسټ،کثافت دانۍ ووېشي او د ښار پاک کولو پروګرامونه ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د ځينو مخابراتي شرکتونو په مرسته يې د ښار څلورلاري هم دلوحو له لارې په نښه کړي او اوس مسافر او يا هم د ښار اوسېدونکي کولای شي په  اسانۍ سره  خپل هدف ځای ته ورسيږي.

دلښکرګاه ښاروالۍ مرستيال وايي، که څه هم تېرو ټاکنو چې  پروسه يې اوږده  شوه ددوی په عايداتو منفي اغېزه کړې،خو بيا هم هغه پلانونه چې ښاروالۍ يې د پلي کېدو پلان لري، تر سره کولی شي او په منظم ډول سره پرمخ روان  دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم دکورونو او واټونو په نمبرونو او لوحو لګولو خوښ دي او وايې، چې وړاندې تردې د ادرسونو دنه شتون له امله له ستونزو سره مخ وو.

دلښکرګاه ښار يوتن اوسېدونکى عبدالقدير د ښاروالۍ له دغه ډول پروګرامونو ستاينه کوي او هيله لري، ټولې اسانتياوې چې د يادې اداري له خوا وړاندې کيږي، معياري وي.

هغه پژواک ته وويل: (( له دې مخکې کورونو او واټونو نومونه او نمبرونه نه درلودل، چې له امله يې موږ او مسافر سرګردانه کېدو او نه شواى مو کولای چې  خپل هدف ته ژر ورسيږو، خو اوس موږ ته اسانتيا برابر شوې.))

دلښکرګاه بل اوسېدونکی ولي جان وايي، چې ښاروالۍ بايد دښار د واټونو او پارکونو دساتلو لپاره ځانګړي نور پرورګرامونه  هم  په لاره واچوي، ترڅو له دې لاري عايدات تر لاسه کړي او وکولای شي، چې دهمدې بودېجې په مرسته بېرته ټولنې ته  خدمات وړاندې کړي.

نوموړي وويل: (( که څه هم په لښکرګاه کې دساتيرو لپاره تر لسو ډير عامه پارکونه شته ، خو دخلکو دنه پوهاوي او دښاروالۍ د بې پروايۍ له امله دورانېدو په حال کې دي او بايد مخه  يې ونيول شي.))

 

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.