کندز(پژواک ١٤ تله٩٣) : په کندوز ښار کې د ملي اردو پر رېنجر موټر د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن تر غرمې مخکې په ١١ بجو د ښار دويمې ناحيې اړوند د زرګرۍ مارکېټ مخې ته وشوه.
هغه زياته کړه، چې ماين د ملي اردو رېنجر موټر بادۍ لاندې ايښودل شوى و، چې سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د موټر باډۍ ويجاړه شوې او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
خو د پېښې په سيمه کې مير عالم چې شورنخود خرڅوي، وويل: (( ما په خپلو سترګو وليدل ، چې يو ماشوم او دوه نارينه ټپيان شوي وو، چې امنيتي ځواکونو روغتون ته بوتلل .))
نوموړى وايي، چې چاودنه د ښار چوک ته نږدې شوې ده. په دې سيمه کې ځوانان د اختر په ورځو کې هګۍ جنګوي او نور دودونه ترسره کوي.
د يادونې ده، چې په تېرو لسو ورځو کې په کندوز ښار کې د ملي اردو او ملي پوليسو پر رېنجر موټرو دا درېيمه ورته چاودنه ده، چې په دوو نورو چاودنو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي وو.