قلعه نو (پژواک ١٥ تله ٩٣): د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې د عامه ساتنې لږ تر لږه څلور پوليس وژل شوي او درې وسله وال مخالفين ټپيان دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر حاجي عبدالمجيد شکيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په “پدۀ دايزنګي” سيمه کې د عامه ساتنې پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د عامه ساتنې څلور پوليس وژل شوي او درې وسله وال مخالفين ټپيان دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي محمدياسين د ټېلېفون له لارې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د عامه ساتنې ٧ پوليس وژل شوي او ده يې مړي هم ليدلي دي.
دى وايي چې د دولت د درېيو وسله والو مخالفينو له ټپي کېدو هم خبر شوى دى.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدقيوم انګار وايي چې سيمې ته يې امنيتي ځواکونه استولي خو دمګړۍ د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
د دولت وسله والو مخالفنيو بيا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP