Language

غزني کې د وسله والو د پراخو بريدونو مخه نيول شوې

غزني (پژواک ۱۵ تله ۹۳) د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي، وسله والو طالبانو پلان درلود، چې پر څلورو ولسواليو بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده.

اکبر زاده د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په دغه کار سره هڅه کوله خپلو بادارانو ته د اختر په ورځو کې د ورانکاريو زېرى ورکړي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو پلان درلود چې د غزني پر ګيلان، مقر، خوګياڼي او ګيرو ولسواليو باندې پراخه بريدونه وکړي، دغه راز يې ښار ته هم بې غږه تومانچې والا وسله وال داخل کړي وو. ))

اکبرزاده وويل چې د امنيتي ځواکونو د ګړنديو اقداماتو له امله وسله وال مخالفين په خپل ياد پلان کې بريالي نه شول.

د نوموړي په وينا، د وسله والو له دغه کاره د غزني ښاريان په وېره کې وو، خو اوس دا وېره له منځه تللې ده.

والي اکبرزاده وويل، کله چې وسله وال مخالفين په يادو ولسواليو کې بريالي نه شول، نو پر لرې پرتې ولسوالۍ اجرستان يې بريد وکړ، خو هلته هم له ماتې سره مخ شول.

د هغه په وينا، د اجرستان په جګړه کې هغو وسلوالو برخه اخيستې وه چې له اوو ولايتونو څخه راغلي وو او له امله يې ګڼې کورنۍ له خپلو سيمو وکوچېدې.

د غزني والي وايي چې وسله وال طالبان د ملکي خلکو په وژنې سره د اسلام مبارک دين ته سپکاوی کوي. د ده په وينا، هر هغه څوک چې وحشت خپروي او قتل عام کوي هغه اسلام ته سپکاوی دی.

موسي خان وايي چې په اجرستان، خوګياڼواو ګيرو ولسواليو کې وسله وال طالبان له سختې ماتې سره مخ شول او ډېره مرګ ژوبله هم ور واوښته.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.