کابل ( پژواک، ١٥ تله ٩٣ ) : يو شمېر هېوادوالو د بښنې نړيوال سازمان هغه غوښتنه وغندله ، چې د پغمان پېښې د عاملينو د اعدام د سزا ځنډول يې غوښتي وو.
د پغمان پېښه د روان لمريز کال د زمري په ٣١مه، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د يوې کورنۍ غړي په څلورو موټرو کې په پغمان ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته د کابل پر لوري روان وو.
يو شمېر کسانو د پوليسو په جامو کې د پغمان ولسوالۍ د عمومي سړک په اوږدو کې ياد شخصي موټر ودرول او يو شمېر ښځې او ماشومان يې له وسايطو ښکته او پر ښځو يې د ګاڼو له غلا پرته ډله ييز جنسي تېري هم وکړل.
په کابل کې ابتدائيه ، استېناف او سترې محمکو په دې پېښه کې په لاس لرلو پنځو کسانو ته د اعدام سزا ورکړې وه او پخواني ولسمشر حامد کرزي ددغو کسانو د اعدام حکم هم لاسليک کړ.
د کورنيو چارو وزارت نن وويل، چې کېداى شي پر دغو کسانو سبا د اعدام حکم تطبيق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړيوال سازمان له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي ، چې د پغمان د پېښې د عاملينو د اعدام مخه دې ونيسي.
ددغه سازمان له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په پغمان کې د غلا او جنسي تېري په پېښه کې د ښکېلو کسانو د محکمې پر مهال د هغوی حقونو ته پام نه دی شوی، د تورنوکسانو د نيول کېدو او مجازاتو د حکم ترمنځ فاصله ډېره کمه وه؛ چې له امله يې په خپله تورنو او يا د هغوی مدافع وکيلانو ته د دفاع فرصت هم نه دی ورکړل شوی.
د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي د بښنې د نړيوال سازمان د هغې غوښتنې مخالفت کوي، چې ولسشمر احمدزى دې د پغمان د پېښې د عاملينو اعدام وځنډوي.
د کندهار ښار د کابل شاه سيمې يوه اوسېدونکې پروانه وايي، د بښنې نړيوال سازمان هېڅ حق نه لري ، چې د هېواد په قضايي چارو کې مداخله وکړي او د معلومو مجرمينو د اعدام سزا وځنډوي.
هغې زياته کړه، د پغمان پېښه يوه فاجعه ده، چې عاملين يې له اسنادو او شواهدو سره پېژندل شوي او قانون ورته په داسې حال کې د اعدام سزا ټاکلې، چې دا د ولس غوښتنه هم ده.
د دې په خبره، که د دغو مجرمينو سزا د بښنې نړيوال سازمان په غوښتنه ځنډېږي، نو دا به هغو کسانو ته د جرمونو کولو لا جرئت ورکړي، چې جرم کوي او سزا نه ويني.
نوموړې له ولسمشر څخه وغوښتل ، چې هر څه ژر د پغمان غله او جنسي تېري کوونکي اعدام او په دې توګه عدالت تامين کړي.
د کندهار ښار يو ټکسي چلوونکى داد محمد هم ورته خبره کوي او وايي، دا يواځيني مجرمين دي، چې ولس يې هم د اعدامېدو غوښتنه کوله، خو اوس په يوه او بله بهانه ځنډول کېږي.
دى وايي، په هېواد کې هره ورځ بې ګناه خلک په ډېر ظلم او وحشت وژل کېږي، خو په اړه يې هيڅوک هم څه نه وايي، خو که قانون څو تنو معلومو مجرمانو ته د مرګ سزا ورکوي، نو بيا يې مخالفت کېږي.
د ده په خبره، د تلوېزيونونو له لارې يې د پغمان د پېښې د عاملينو د محاکمې بهير ليدلى او په خپله هغوى هم دا منلې ده چې دغه لوى جنايت يې تر سره کړى، په کار ده چې ولسمشر احمدزى د خپلو کړو ژمنو په لړ کې د عدالت د تامين په خاطر دغو مجرمانو ته د سزا ورکولو حکم ورکړي.
د بلخ ولايت د مزارشريف اوسېدونکي محمد صديق هم پژواک اژانس ته وويل، چې دې کې شک نشته، چې د پغمان پېښه دردنکې وه؛ خو د امنيتي ځواکونو پر وخت او پر ځای کړنو د خلکو غوسه کابو کړه.
نوموړي زياته کړه، چې که افغان حکومت د بښنې د نړيوال سازمان تر اغېز لاندې راځي او د يادې پېښې د عاملينو سزا ځنډول کېږي، نو د افغان ملت له احساساتو سره به لوبې کول وي.
د هغه په وينا، دغه پېښه د افغانانو د هر ډول ولسي دودونو او حکومتي قوانينو خلاف عمل و، چې ملت يې له حکومت څخه په ټينګه د سزا غوښتنه وکړه.
د مزارشريف ښار درېيمې ناحيې اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل، چې د بښنې نړيوال سازمان د خپلو اصولو له مخې خپله خبره کړې ده؛ اوس نو دا ضروري نه ده، چې افغان حکومت يې تر اغېز لاندې راشي.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې پېښې عاملين نيول شوي ، قضايي ارګانونو فيصلې کړي، نور نو په کې څه پاتې نه دي.
د هغه په وينا، نه يواځې چې د بښنې د سازمان مشوره د منلو وړ نه ده ، بلکې په کلکه يې افغانان غندي.
د هلمند ولايت اوسېدونکي هم د بښنې د نړيوال سازمان غوښتنه بې ځايه بولي.
د ګرمسېر ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی سردار محمد د پغمان د پېښې په اړه د ياد سازمان غوښتنه ردوي او وايي، افغانستان له هغو ټولنو سره چې ياد سازمان يې پرتله کوي امنيتي، ټولنيز او ديني توپيرونه لري.
دده په وينا، که چېرې په تېرو ۱۳ کلونوکې د همدې ډول سازمانونو او بشرحقونو غوښتنو ته پاملرنه، نه وای شوې او هغه وخت هم رد شوې وای اوس به ستونزې تر دې ځايه نه رارسېدلې.
د لښکرګاه ښار د بولان سيمې اوسېدونکی محب الله محبت وايي ، په اسلام کې ټولو ستونزو ته د هواري لارې چارې ټاکل شوي، نړيوال سازمانونه بايد په دې کارونو کې لاسوهنه ونه کړي.
د هغه په وينا، څو پورې چې د پغمان پېښې عاملين اعدام نه شي، د خلکو درد نه کمېږي.
د باميان ولايت يو تن اوسېدونکى رجب علي هم ورته خبرې کوي او زياتوي چې ژر تر ژره بايد د پغمان پېښې عاملين په دار وځړول شي.
هغه د بښنې پر نړيوال سازمان نيوکه کوي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.
دى وايي، که چېرې پر دوى د اعدام حکم تطبيق نه شي، نو دا ډول پېښې به نورې هم تکرار شي.
د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکى عمران الله بيا وايي، چې که د بښنې د نړيوال سازمان بې ځايه غوښتنه ومنل شوه، نو په راتلونکي کې به دوى نورو بې ځايه غوښتنو ته هم ادامه ورکړي.
هغه له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې پر يادو کسانو د اعدام حکم تطبيق کړي.
د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار يو تن اوسېدونکى محمد عثمان وايي، که چېرې نوي حکومت د نړيوال سازمان غوښتنې ومني ، نو له خلکو سره په خپلو کړو ژمنو وفا نه شي کولى او د ولس له کلک غبرګون سره به مخامخ شي.
ده زياته کړه : ((که چېرې د بښنې نړيوال سازمان رښتيا هم بشري حقوقو ته درناوى لري، نو دداعش او نورو ترهګرو ډلو مخه دې ونيسي.))
د بغلان ولايت د مدني ټولنې يو تن فعال محمد شفيق بيا وايي ، چې د پغمان پېښې د عاملينو په اعدام کې بايد ځنډ او خنډ رامنځته نه شي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP