Language

کندهار (پژواک ١٥ تله ٩٣):چارواکي وايي، چې په کندهار کې دوو چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې  او د دې ولايت  په درېيو ولسواليو کې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

د ژېړۍ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودونه تېره ورځ د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په اشغو سيمه کې پر يو موټر شوې، چې له امله يې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون يو نوکريوال ډاکټر هم وويل چې له يادې چاودنې د درېيو ملکي وګړو مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي، چې وژل شوي درې واړه سيمه ييز پوليس دي، چې په کې د هغوى قوماندان عبدالله جان هم شامل دى.

بل خوا د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ وايي چې  تېره ورځ ماښام د ښوراوک ولسوالۍ په پکار سيمه کې د ملکي وګړو پر ټراکټور چاودنه وشوه چې له امله يې  يو تن وژل شوى او د هغه دوه ماشومان ټپيان دي.

د دې تر څنګ د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند فهيم رحيمي وايي چې د کندهار په درېيو ولسواليو غورک، شاوليکوټ او ميوند کې له تېرې ورځې راهيسې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي، په غورک او شاوليکوټ ولسواليو کې وسله والو مخالفينو د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې په ځوابي بريد کې ٩ وسله وال ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.

هغه زياته کړه، په دغو نښتو کې  ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ بيا وايي چې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې ٤ وسله وال ټپيان شوي او يو  مشکوک کس نيول شوى دى.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.

 

 

Related Topics