لومړى تعقيب – لښکرګاه (پژواک ١٦ تله ٩٣): چارواکي وايي چې د هلمند په چاودنه کې د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي.
دا موټر بم چاودنه نن له غرمې مخکې کابو يوولس بجې د لښکرګاه په ښار کې د نوزاد ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان عبدالله خان د کور مخکې ته وشوه.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال حاجي ويس اميري پژواک ته وويل چې په دې موټر بم چاودنه کې پوليس افسرانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.
هغه وويل چې په چاودنه کې عبدالله خان هم ټپي شوى ، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
ده زياته کړه چې عبدالله خان څو ورځې مخکې له دندې لرې شوى و، خو تراوسه لا بلې ولسوالۍ ته د امنيه قوماندان په توګه نه و معرفي شوى.
د هلمند ولايت د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې پنځه مړي او ١٩ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې د پېښې په قربانيانو کې پوليس هم شامل دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې موټر بم چاودنه د نوموړي قوماندان د کور مخکې ته شوې ، چې له امله يې د سيمې ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي رازق پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يې کوچنۍ لور وژل شوې او کور يې وران شوى دى.
ويل کېږي چې ښايي د پېښې تلفات تر دې هم ډېر وي.
د دې خبر په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن