Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې پر يوه پوځي مرکز د بريد مخه ونيول شوه

کندوز (پژواک ١٧ تله ٩٣): امنيتي ځواکونه وايي چې په کندوز ولايت کې يې د يوې پنځه کسيزې ډلې په نيولو سره په کندوز ښار کې پر يوه پوځي مرکز د ډله ييز بريد مخنيوى کړى دی.

پوليس وايي چې دغه ډله تېره شپه د کشفي راپورونو او د پوليسو د ځانګړې قطعې د عملياتو په پايله کې د کندوز په مربوطاتو کې نيول شوې ده.

د کندوز امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې قاري خال الدين په مشرۍ نيول شوي کسان د القاعدې د لوړ پوړي قوماندان قاري سليم د ګروپ اړوند وو اوغوښتل يې چې په کندوز ښار دننه پر کوم پوځي مرکز وسله وال تروريستي بريد ترسره کړي.

محسني د دغه مرکز نوم وانه خيست او زياته يې کړه چې قاري خال الدين د ترهګريز بريد له طراحانو څخه يو و او په تازه توګه د پاکستان په کوېټه ښار کې روزل شوى و.

هغه زياته کړه چې ددغه کسانو څخه څو ميله وسله او يوه اندازه مهمات تر لاسه شوي دي.

د يادونې ده، د روانې اونۍ په لومړيو کې امنيتي ځواکونو په کندوز ښار کې د يوه ډله ييز بريد د مخنيوي او د بېلابېلو چاودونکو توکو ډک پيکپ موټر د کشف او په تړاو يې د يوه کس د نيولو خبر ورکړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.