Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خلکو له ليد لوري د امنيت راوستل د ولسمشر راتلونکى لومړيتوب دى

 کابل(پژواک، ١٩ تله ٩٣): د هېواد په کچه د يوې وروستۍ نظر پوښتنې پايلې څرګندوي چې د امنيت خوندي کول، کارموندنه او د پوهنې او لوړو زده کړو د کچې لوړول په ترتيب سره د خلکو له نظره د ولسمشر راتلونکي کاري لومړيتوبونه دي.

 په دغه نظر پوښتنه کې چې د هشت صبح ورځپاڼې له مخې، له ٦٨٣٠ ښځو او نارينه وو څخه شوې، له اداري فساد سره مبارزه، د بيان ازادي، د بشري حقونو خوندي کول او بهرنى سياست د ولسمشر د راتلونکو لومړيتوبونو په توګه پېژندل شوي دي.

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدير پرويز کاوه نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه طرحه د يوې مياشتې په اوږدو کې په ٣٤ ولايتونو کې تر سره شوې ده.

د هغه په خبره، په دغه نظر پوښتنه کې ٤٦٦٨ تنه يا ٦٨،٣ سنله نارينه وو او ٢١٥٤ تنه يا ٣١،٥ سلنه ښځو ګډون کړى او اکثره يې د ١٨ تر ٣٠ کلونو منځ کې عمر لري.

 ددغې ورځپاڼې له خوا خپاره شوي معلومات څرګندوي چې د ولسمشر کاري لومړيتوبونه د خلکو له ليد لوري د جنسيت له تفکيک سره بدلون نه دى کړى او يواځې په ځينو مواردو کې لکه امنيت، د بيان ازادي او بشري حقونو کې ښځو د نارينه وو په پرتله زيات ټينګار کړى او پر وړاندې يې نارينه تر ډېره کارموندنې، پوهنې او د لوړو زده کړو د کچې لوړېدو ته په زيات امتياز قايل دي.

دغه رسنۍ د لوړو زده کړو له اړخه هم د خلکو له نظره د ولسمشر لومړيتوبونه پوښتلي او ټينګار يې کړى چې ددغو خلکو له نظره د ولسمشر لومړيتوبونه امنيت او په تدريج سره د لومړي او دويم  نه د رتبو له مخې د دندو او معيشت غوره کول دي.

نالوستو او دوکتورا لرونکو کسانو دواړو د لومړيتوب په توګه بهرني سياست ته کم امتياز ورکړى او امنيت يې دولسمشر له مهمو لومړيتوبونو څخه ګڼلى دى.

د ولسمشر لومړيتوبونه د خلکو له نظره د کسب و کار له تفکيکه هم تر پوښتنې لاندې نيول شوي او د خلکو ځوابونه څرګندوي چې د دندې نوعيت هم د لومړيتوبونو په ټاکنه کې تاثير درلود او بېلابېلو کسبګرو د امنيت خوندي کول تر ټولو مهم ګڼلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.