Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان پوليسو د نظارت خونې د امر زوى وژل شوى

چاريکار (پژواک ١٩ تله ٩٣): د پروان ولايت امنيه قوماندانۍ د نظارت خونې د امر زوى پر ډزو سره وژل شوى دى.

د پروان امنيه قوماندان محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې قوماندانۍ د نظارت خونې د امر عبدالرازق ٢٢ کلن زوى خواجه فاضل، د يوه ناپېژانده تن له لوري د دغه ولايت د مرکز چاريکارو ښار په چوک کې د تومانچې پر ډزو سره وژل شوى دى.

مموزي زياته کړه، چې وسله وال تن د شپې له تيارې څخه په ګټې له سيمې تښتېدلى، خو د نيولو په موخه يې د پوليسو له لوري پلټنې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د وژل شوي تن د وژنې لامل به له څېړنو وروسته څرګند شي، خو احتمال شته چې د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى وي.

په وروستۍ يوې مياشتې کې دا د وژنې درېيمه پېښه ده، چې د پروان ولايت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري تر سره کېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په ياد ولايت کې له نامسوولو کسانو څخه د وسلې د راټولولو لړۍ پيل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.