غزني(پژواک ١٩ تله ٩٣ ): د غزني والي او يو شمېر اوسېدونکي وايي،په دې ولايت کې نامسووله وسله وال د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو په نوم په زور زياتي سره له خلکو پيسې اخلي.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله وال په ساده جاموکې ګرځي، خو خلکو ته وايي چې سيمه ييز پوليس يا هم پاڅون کوونکي دي.
نوموړى وايي، څو ورځې مخکې يوې وسله والې ډلې د ده ورور تښتولى و، چې وروسته يې د درې سوه زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې راخوشې کړ.
ده وويل: (( زما ورور يې ډېر وهلى ټکولى وو.))
د ده يک ولسوالۍ د علي کلا اوسېدونکي عبدالله چې په غزني ښار کې موټر پلورنځۍ لري وايي چې د دغو کسانو له لوري بندي شوى او د پيسو په بدل کې راخوشې شوى دى.
عبدالله پژواک ته وويل: (( زه يې په شخصي کور کې ساتلم؛دوى به ويل چې موږ پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس يو.))
د مُقر ولسوالۍ د ګدام کلا اوسېدونکى روح الله وايي، په سيمه کې يې سيمه ييزپوليس او پاڅون کوونکي کله ناکله ځايي خلک ځوروي.
ده وويل:(( دغه کسان کلي ته ورځي او خلک په دې پلمه وهي چې ګنې له طالبانو سره اړيکې لري .))
خو د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده تاييدوي چې د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې نامسووله وسله وال د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو له نوم څخه په استفادې خلک ځوروي.
اکبرزاده پژواک ته وويل: (( دا کسان له دولت سره همکار دي، خو په دولت پورې تړاو نه لري. موږ ته شکايتونه رارسېدلي چې دوى خلک ځوروي.))
ده وويل چې مرکزي دولت ته يې وړانديز کړى، څو د د غو وسله والو برخليک معلوم کړي او خلک يې له ځورونې څخه خلاص شي.
سرپرست والي وايي چې دغه ستونزه د غزني په مقر او اندړو ولسواليوکې شته چې يو شمېر خلک له دغو کسانوڅخه په تنګ راغلي دي.
د غزني والي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو ترڅنګ پاڅون کوونکي هم شته، نو دا وسله وال کسان څوک دي چې عام خلک ځوروي وويل: (( زه په دې کسانو نوم نه ږدم ، خو خلکو شکايت کړى چې دوى ځوروي .))
هغه په دې تړاو نور څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه ، چې ډېر ژر به د دې کسانو برخليک معلوم کړي.
سيف الله مفتون