جلال اباد ( پژواک، ١٩ تله ٩٣ ) : په افغانستان کې د فرانسې سفير وايي چې له نوي حکومت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له کابل سره کړې ژمنې به پلې کوي.
د فرانسې سفير ژان ميشل مارلو دغه څرګندونې د تلې په ١٩مه، جلال اباد ته د سفر پر مهال د ننګرهار ولايت له چارواکو سره دليدنې پر مهال کړې دي.
د ننګرهار ولايت مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دفرانسې سفير د قصر په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، امنيه قوماندان او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
سرچينې زياته کړې، چې د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال ننګرهار ته د سفر له امله د فرانسې سفير ژان ميشل مارلو، ورسره پلاوي او په ختيځ زون کې ديوناما مشرې هېرن سانګ ته هرکلی ووايه .
هغه د فرانسې له هېواد څخه مننه وکړه ، چې دټول هېواد او په ځانکړې توګه دننګرهار له ښوونيز او روغتيايي بهير سره يې دوامداره مرستې ترسره کړي او هم يې په تعليمي ، تحصيلي ، روغتيايي او نورو سکتورونو کې دنورو مرستو وړانديز وکړ .
ګرديوال فرانسه يوه له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو وبلله او هيله يې څرګنده کړه ، چې د دواړو هېوادو ترمنځ رامنځته شوې اړيکې لاپراخې شي .
د ولايت مرستيال د فرانسې سفير ته ددې ولايت د علمي او تحصيلي بهير په اړه هم معلومات ورکړل او غوښتنه يې وکړه ، چې فرانسه دې ددې ولايت محصلينو ته دلوړو زده کړو بورسونه او مامورينو ته دلنډ مهاله کورسونو اسانتياوې برابرې کړي .
د فرانسې سفير ژان ميشل مارلو ، چې د سياسي چارو سلاکار ژولين کتس هم ورسره ملګری و، د ننګرهار مرستيال والي ته په علمي او روغتيايي برخه کې دخپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړه هېوادونو ترمنځ دستراتيژيک تړون لاسليک يې د مرستو د ضمانت ښه بېلګه وبلله .
مارلو زياته کړه : (( دافغانانو سوکالي او پرمختګ زموږ هيله ده ، موږ به له نوي حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او کړې ژمنې به يو په بل پسې پلې کړو . ))
د سرچينې په وينا، ددې غونډې پر مهال د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ، پوهنې ، روغتيا ، کانال ، اقتصاد ، کار او ټولنيزو چارو او ښځو چارو رياستونو مسولينو د خپلو سکتورنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
يادو مسوولينو ددې ولايت لپاره په اړونده برخو کې د حرفوي زده کړو انيستيتوت ، د ښوونځيو ودانيو جوړولو ، ګردو روغتون فعالولو ، د درملو دکيفيت معلومولولابراتوار ، د پوهنتون لپاره دنجونو دليلې ، داخلي سړکونو اوځينې نورې پروژې وړانديز کړې .
سرچينه کاږي،سفير ژمنه وکړه، چې هېواد به يې په راتلونکي کې هم له ننګرهار سره په ښوونيزو او روغتيايي برخو کې مرستې ترسره کړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP