Language

پوليسو په مزار شريف کې د وژل شوې خبريالې قاتل نيولى

مزارشريف (پژواک ١٩ تله٩٣): د بلخ ولايت پوليسو يو تن د وژل شوې خبريالې پلوشې توخي د قتل په تور نيولى دى.

خبرياله پلوشه توخي تېره مياشت  ( دوږي په ٢٥مه، ) په مزار شريف ښار کې په خپل کور کې د يوه وسله وال تن له خوا وژل شوې وه.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرازق قادري د تلې په ١٩ مه په مزار شريف ښار کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دوى د پلوشې د وژنې په تور دګل محمد په نامه يو تن نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې پوليسو د کشفي راپورونو په اساس عمليات ترسره کړي او ٣٢ کلن ګل محمد يې نيولى دى.

د قادري په وينا، ددې پېښې انګېزه غلا وه او ياد تن د پلوشې کور ته د غلا په نيت تللى او بيا يې پلوشه وژلې ده.

ده وويل چې ګل محمد څلور کاله د پلوشې د پلار په شرکت کې دنده هم ترسره کړې ده.

ګل محمد د يادې خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته خپل جرم ومانه او زياته يې کړه، چې د فقر له امله ياد کور ته د غلا په نيت تللى و.

ده زياته کړه : (( هدف مې وژنه نه وه، خو بس راڅخه وشوه.))

د پلوشې پلار حاجي خليل الله توخي د پوليسو له نه ستړي کېدونکو هڅو څخه مننه وکړه.

خو هغه پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د يادې قضيې د پراخه څېړنو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دوى دومره پيسې نه لري، چې څوک دې د غلا لپاره ددوى کور ته راشي او قتل وکړي.

د هغه په وينا، د پلوشې وژنه سياسي اړخ هم لري او پوليس بايد دا پېښه سمه وڅېړي.

Related Topics