غزني ښار (پژواک ۲۰ تله ۹۳): په غزني ولايت کې د بېلا بېلو پېښو له امله د پاڅون کوونکو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د دې ولايت د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ”پاينده خېلو” په سيمه کې وسله والو طالبانو پر پاڅون کوونکو بريد کړى.
ولسوال وايي، په دې بريد کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان تاج محمد او د هغه يو ملګرى وژل شوي دي.
ديسيوال زياتوي چې په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په تړاو يې دقيق معلومات نشته.
د ولسوال په خبره ، قوماندان تاج محمد له هغو پاڅون کوونکو څخه و، چې د لومړي ځل لپاره يې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او تراوسه يې پر وړاندې ولاړ وو.
د يوه بل خبرله مخې، د اندړو ولسوال وايي چې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ پر يوه ځايي کور د هوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې يو ١٥ کلن ماشوم وژل شوى دى.
ولسوال وايي ، چې د هوان دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري راتوغول شوې .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د پاڅون کوونکو د قوماندان تاج محمد او د هغه د ملګري د وژل کېدو مسووليت يې منلى دى.
مجاهد وايي، دا کسان يې د اندړو ولسوالۍ د پاينده خېلو په سيمه کې په وسله وال بريدکې وژلي، خو د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په تړاو يې څه ونه ويل.