اسعد اباد ( پژواک، ٢٠ تله ٩٣ ) : د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو ٧٥ نور توغندي توغولي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توغندي له پرون راهيسې توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دا توغندي ددانګام ولسوالۍ پر بېلا بېلو سيمو لګېدلي، چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
سيدخېل وويل چې دې بريدونو ځاني زيان نه درلود.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيل راهيسې ددې ولايت پر بېلا بېلو ولسواليو تر ٦ زرو زيات توغندي توغول شوي، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.