Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې څلور  کاريګر په يوه مرموز بريد کې وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې يوولس بجې د اليشنګ ولسوالۍ د ميا صاحب دېرې په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې څلور کاريګر چې د يوه پله د جوړولو په پروژه کې يې کار ترسر کاوه، د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي نجم الدين وايي چې يادو کارکوونکو تر کار وروسته چای څښه، چې د بې پيلوټې الوتکې له خوا پرې بريد وشو.

نوموړى وايي چې په دې سيمه کې هېڅ وسله وال مخالف شتون نه درلود او ياد پول د ولسوالۍ په سل مترۍ کې جوړېږي.

د نجيب الرحمن يوسفزي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل  چې بې پيلوټه الوتکې پر هغو کاريګرو بم غورځولى چې د ميا صاحب دېرې د پله لپاره يې په شش پای موټر کې شګه راوړه.

د هغه په وينا، وژل شوي څلور تنه ملکيان دي چې د همدې پله په جوړولو کې يې کا ر کاوه او په وژل شوو کسانو کې پلار او زوى هم شامل دي.

د اليشنګ ولسوال سيدشريف پاچا هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې وژل شوي ملکي وګړي دي.

خو هغه هم د سيمې د اوسېدونکي په خوله وايي چې دوى په بې پيلوټه هوايي بريد کې وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.