Language

د مزار ښاروالۍ پخواني اجاره داران لس ميليونه افغانۍ پور وړي دي

مزارشريف (پژواک ٢١ تله ٩٣): د مزارشريف د ښاروالۍ پخواني اجاره داران لس ميليونه افغانۍ پور وړي دي، چې له امله يې چارې له ټکنيتوب سره مخ دي.

د مزارشريف  ښاروال محمد يونس مقيم د تلې په ۲۱مه، د مزارشريف ښار د تحول او سمونې په موخه د جوړ شوي دوه ورځني ورکشاپ په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه د ښاروالۍ ۷۰ سلنه عوايد ټول شوي او ۸۰ سلنه پراختيايي چارې پر مخ تللې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دوی عمده عوايد له صفايي ټکس، صنفي جوازونو، د ښاري خدمتونو محصول، چې د ښار په بندرونو کې د امنيتي مسوولينو په مرسته اخيستل کېږي او پخواني اجاره داران دي، چې د اجارې پيسې ښاورالۍته ورکوي او په عوايدو حسابېږي.

د هغه په وينا ، تر دې دمه ۷۰سلنه عوايد راټول شوي، خو له پخوانيو اجاره دارانو څخه د           اجارې د راټولېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

مقيم وويل، چې تر دې دمه د مزارشريف ښار په پخوانيو اجاره دارانو له لس ميليونه ډېرې افغانۍ پور لري، چې له ورکړې يې ډډه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې بار بار د دوی لانجه تر امنيتي ارګانونو رسېدلې، اجاره داران يې جلب کړي، خو لا يې ستونزه نه ده حل شوې.

مقيم د کوم اجاره دار نوم په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، چې د ځينو دوسيې تر څارنوالۍ او ځينې تر محکمې هم رسېدلې دي.

ده زياته کړه، د همدې ستونزو د حل په موخه يې نن د ښار د تحول او سمونې په ورکشاپ کې د نورو وړانديزونو تر څنګ د ښاروالۍ لپاره د ځانګړي امنيتي تشکيل د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د هغه په وينا، که چېرې ښاروالي ځانګړى امنيتي تشکيل ولري، نو له اجاره دارانو څخه د اجارې په اخيستو، د ټکس په ټولېدو او د ځمکو د وېش په برخه کې به له ډېرو ستونزو سره مخ نه وي.

ښاروال مقيم وويل، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې راټول شوي عوايد له ۲۰۰ ميليونه څخه اوړي او نږدې ۸۰ سلنه پراختيايي چارې يې بشپړې شوې دي.

Related Topics