Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د مستوفيت سلاکار له دوو کسانو سره ټپي شو

کندوز (پژواک ٢١ تله ٩٣): د کندوز ولايت د مستوفيت د عوايدو سلاکار  له خپلو دوو همکارانو سره په چاودنه کې ټپي شوى او د دوو کسانو روغتيايي وضعيت نازک دى.

پوليس وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ٤٥ دقيقې د کندوې د مستوفيت د عوايدو سلاکار ظاهر خانزاده پر فرونر موټر له کوره تر راوتو وروسته د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې خانزاده له خپل يوه ملګري او چلوونکي سره ژوبل شوى او په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوى دى.

هغه زياته کړه چې ډاکترانو د دوو کسانو روغتيايي وضعيت نازک بللى، خو معلومه نه ده چې د ماليې وزارت سلاکار هم په کې شته او که نه.

د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د جومات مخې ته يوه هټيوال سيداغا وويل: ((له چاودنې سره سم ټول د پېښې د ځاى خوا ته ولاړل او ومو ليدل چې فرونر موټر اور اخيستى دى.))

هغه زياته کړه چې وروسته پوليس را ورسېدل ، درې په وينو ککړ کسان يې روغتون ورسول او د اطفايې کارکوونکو اور مړ کړ.

دغه عيني شاهد زياته کړه چې چاودنې مرګ ژوبله نه درلوده.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په وروستيو دوو اونيو کې دا د چسپکي ماين څلورمه چاودنه ده چې په کندوز ښار کې ترسره کېږي.

له دې پخوا هم د ملي پوليسو او اردو پر رينجر موټرو چاودنې شوې او په ټوله کې ٩ ملکي وګړي چې درې يې ماشومان او يوه ښځه وه، ژوبل کړي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.