Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په قره باغ کې چاودنې ٢٢ ملکي وګړي ټپيان کړل

کابل (پژواک ٢١ تله ٩٣): د کابل د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې د ماين چاودنې د څلورو ماشومانو په ګډون ٢٢ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د قره باغ ولسوال عبدالسميع شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان نن سهار شاوخوا اته بجې د يو جومات خوا ته د ځاى پر ځاى شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.

دى وايي چې چاودنه د بازار د ګڼې ګوڼې په سيمه کې رامنځته شوه او له ټپيانو د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د ده په وينا، دغه څلور ټپيان د درملنې لپاره کابل ښار ته لېږدول شوي او پاتې نور د قره باغ په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي.

هغه وويل چې د “وطن دښمنانو” دغه چاودنه د امنيت د ګډوډولو په موخه کړې ده.

د قره باغ په بازار کې يوه هټۍ وال او عيني شاهد پژواک ته وويل چې چادونه د ګڼې ګوڼې په سيمه کې وشوه او نن ځکه ګڼه ګوڼه ډېره وه چې د بازار ورځ وه او په دې ورځ ډېر خلک د توکو د پېر لپاره راځي.

دى وايي چې په چاودنه کې د ټپي شوو کسانو شمېر ورته معلوم نه شو؛ ځکه چې امنيتي کسانو چا ته اجازه نه ورکوله چې د چاودنو ځاى ته ورشي.

د دې چادونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.