اسعداباد (پژواک ٢١ تله ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو يوه ښځه بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلې ده.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په سرکاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله وال د يادې ١٩ کلنې ښځې کور ته ورغلي او هغه يې پر ډزو وژلې ده.
د نوموړي په وينا، وسله والو ياده ښځه امريکايي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلې ده او وايي چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
سيدخېل وويل چې وسله والو مخالفينو څه موده مخکې د دې ښځې خاوند هم نيولى او له ډيورنډ پولې يې پورې غاړې ته اړولى خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.