Language

“د امنيتي ځواکونو د هاوان مرمۍ ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې”

کندهار( پژواک ٢٢ تله ٩٣): د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نن د احتجاج په توګه کندهار ښار ته راغلي وو او ادعا يې کوله چې د امنيتي ځواکونو د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ ٥ ښځې او ماشومان وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي دي.

دغه معترضين چې شمېر يې شاوخوا ٤٠ تنو ته رسېده، خپل شکايت يې د يوې عريضې په بڼه د کندهار ولايت مقام ته سپارلى دى.

د دغو وګړو له ډلې د محمد ګل په نوم د خاکرېز ولسوالۍ د باغکې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اونۍ وړاندې يې پر کور د امنيتي ځواکونو د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د کورنۍ ٥ ښځې او ماشومان يې په کې وژل شوي او ٦ ښځې او ماشومان يې ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، له همدې امله نن له خپلو کليوالو سره يو ځاى د ولايت مقام ته د احتجاج په توګه ورغلى او په دې اړه يې له چارواکو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د خاکرېز ولسوال حاجي فضل محمد غريب شاه د محمد ګل پر کور د هاوان ګولۍ لګېدل تاييدوي ، خو وايي چې د سيمې خلکو لومړى ويل چې دوه تنه په کې وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي، خو اوس دغه شمېره لوړه ښيي.

 ده وويل، پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په باغکه سيمه کې هغه مهال شوې چې يوې ډلې وسله والو مخالفينو د ملي اردو پر قرارګاه بريد وکړ او په ځوابي بريد کې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پټنځايونه په نښه کړل.

دى وايي، اصلي خبره دا ده چې وسله والو مخالفينو د باغکې په نوم د دغې سيمې اوسېدونکي پارولي تر څو له دې لارې پر دولت فشار راوړي او په سيمه کې د خلکو د امنيت په موخه مېشت د ملي اردو قرارګاه له دې ځايه لرې کړي.

د ده په خبره، په دې اړه يې د ولايت مقام ته بشپړ معلومات ورکړي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي، چې د خاکرېز ولسوالۍ د باغکې سيمې لسګونه اوسېدونکي ولايت مقام ته ورغلي وو او بېلابېلې ادعاوې يې لرلې.

دى وايي،تصميم يې نيولى چې د پېښې پلټنه وکړي او سبا په امنيتي غونډه کې پر دې موضوع بحث وکړي.

Related Topics