مزارشريف( پژواک ۲۲ تله ٩٣): په بلخ ولايت کې د شمال زون د نهو ولايتونو د قضايي ارګانونو استازو د د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو سلامشورې پيل کړې.
د بلخ ولايت د استيناف محکمې رييس محمد عزيز سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې تړاو کنفرانس کې د شمال زون د نهو ولايتونو د محکمو رييسانو برخه اخيستې ده.
ده زياته کړه، په ياد کنفرانس کې د جزايي اجرااتو د قانون پر موادو او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتيژۍ بيا کتنه شامله ده.
هغه د بلخ ولايت په قضا کې د اداري فساد د شتون په اړه وويل، چې دوی يې پر وړاندې کلکه مبارزه روانه کړې او تر دې دمه له داسې کومې پېښې سره نه دي مخ شوي .
سروري وويل، په دې کې شک نشته، چې په روانو حالاتو کې هېواد د اداري فساد له ناوړه ستونزې سره مخ دی، خو د دې يادونه يې هم وکړه، چې پر وړاندې يې مبارزه هم روانه ده.
د کندوز د استيناف محکمې رييس فضل الرحمن فضلي پژواک ته وويل، عام خلک داسې فکر کوي، چې يواځې په قضايي ارګانونو کې فساد شتون لري، چې دا سمه ارزونه نه ده.
نوموړي زياته کړه، اداري فساد د افغانستان په ډېری ارګانونو کې شتون لري او دوی هڅه کوي، چې د اداري فساد پر وړاندې روانه مبارزه جدي پر مخ بوځي.
د هغه په وينا، نننی کنفرانس په همدې موخه جوړ شوی، چې په شمال زون کې د اداري فساد پر وړاندې جدي هڅې وشي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد پژوک ته د ياد کنفرانس جوړېدل ښه ګام وباله.
نوموړي د هېواد قضايي ارګانونه په فساد کې ښکېل وګڼل ، خو زياته يې کړه، چې که جدي هڅې وکړي ، نو مخنيوی يې هم ستونزمنه چاره نه ده.
د بلخ داستيناف محکمې رييس سروري وويل،چې يادکنفرانس د تېرو ٢٤ کنفرانسونو د لړۍ يوه برخه ده، چې د ولسمشر احمدزي په فرمان جوړ شو.