Language

د غزني اوسېدونکو د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريون وکړ

غزني ښار (پژواک ۲۳ تله ۹۳): د غزني سلګونو اوسېدونکو د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريون وکړ، چې د لاريون پرمهال د ډزو له امله يو تن ووژل شو او دوه ټپيان شول.

د غزني د اندړو او ده يک ولسواليو سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د پکتيکا او غزني لويه لاره د شاخوګو په سيمه کې د سهار له نهو د ماسپښين تر څلورو بجو پورې کابو اوو ساعته تړلې وه.

دوى، چې شمېر يې څه کم دوه زرو تنوته رسېده، ((مرګ په فاسد دولت، مرګ په پاڅون کوونکو، مرګ په سيمه ييزو پوليسو)) شعارونه ورکول او له دولت څخه په خپلو ولسواليو کې د کلک امنيت د ټينګښت او له خپلو سيمو څخه د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو د وتلو غوښتنه کوله.

قومي مشر او د لاريون استازى محمد اشرف وايي، پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو د سږکال په اوږدو کې نږدې لس کسان وژلي او زيات شمير يې د مرګ تر بريده وهلي ډبولي دي.

ده زياته کړه: ((درې ورځې وړاندې سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو درې تنه، چې له پکتيکا څخه غزني ته په لاره وو، نيولي او وروسته يې په ډېرې بې رحمي سره وژلي دي.))

د ده په خبره، سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي له خلکو څخه باج اخلي او که يې ورنه کړي، نو له ځان سره يې وړي او وهي يې.

د شرف الدين په نوم يو بل لاريون کوونکى چې د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، دعوه وکړه، چې په سيمه کې يې پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو د دوى بې عزتي کړې او په ښځو باندې يې جنسي تېرى کړى دى.

ده وويل: ((دې خلکو ته زموږ عزت هېڅ نه ښکاري، په زور کور ته راننوځي، بې عزتي کوي او د کور خاوند له ځانه سره وړي؛ که پيسې ورکړي، بېرته يې راخوشې کوي، که نه نو وژني يې.))

د هغه په وينا، که چېرته يې دولت غوښتنې ونه مني، نو دوى به له دولت سره ټولې اړيکې پرې کړي.

نوموړى وايي، سيمه ييز پوليس او پاڅونوال هر وخت د دوى پر سيمو د هاوانونو مرمۍ ولي، چې په ترڅ کې يې ملکي خلکو مرګ ژوبله اوړي.

يو بل لاريون کوونکى محمدالله وايي: ((د ملي اردو ټانک راغى، زموږ مخې ته ودرېد او ډزې يې راباندې وکړې، يو تن ووژل شو او دوه نورټپيان شول.))

هغه زياتوي، دولت بايد دا پېښه وڅېړي او د ملي اردو سرتېري بې وسلې کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي، چې خپله سيمې ته تللى و، خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دى به د دې خلکو ستونزې مرکزي دولت ته رسوي او دغه پېښه به په جدي توګه وڅېړي.

نوموړي وويل: ((بايد په دې لاره کې خلک هم مرسته وکړي، طالب ستاسو له کورونو څخه په امنيتي ځواکونو ډزې کوي او وروسته تښتي.))

د هغه په خبره، دا چې نن په لاريون کې ياد کس د چا له لوري وژل شوى، دا پېښه به وڅېړي؛ که چېرته د ملي اردو له لوري وژل شوى وي، نو دولت به هرومرو هغه تن ته سزا ورکوي.

که څه هم لاريون مازيګر په څلورو بجو پاى ته ورسېد، خو خلکو ته د دولت دغه خبرې د منلو وړ نه برېښېدې او ويل يې چې يو شمېر قومي مشران به د غزني ښار ته ورځي، خو که بيا هم د دوى غوښتنې ونه منل شي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 

 

Related Topics