لښکرګاه (پژواک ٢٣ تله ٩٣): د هلمند د نادعلي ولسوال او يو ساتونکى يې په وسله وال بريد کې وژل شوي او شپږ پوليس يې ټپيان دي.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ١١ بجې د نادعلي ولسوالۍ په ميرزا څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
ځواک وايي: ((ولسوال محمد انور خان يادې سيمې ته په ګزمه ورغلى و چې د طالبانو له کمين سره مخ شو. د بريد په ترڅ کې ولسوال او يو پوليس وژل شوي، شپږ نور پوليس ټپيان دي.))
بلخوا د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى غياث الدين پژواک اژانس ته وويل، د بريد پر مهال له ولسوال سره يوازې درې ساتونکي وو.
هغه وويل چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې ولسوال او دوه پوليس وژل شوي او يو بل پوليس د جګړې پر مهال تښتېدلى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې تېره شپه يې د نادعلي ولسوال او دوه پوليس د وسله والو بريد په ترڅ کې وژلي او پنځه پوليس يې ټپيان کړي دي.
ولسوال محمدانورخان درې مياشتې مخکې د نادعلي د ولسوال په توګه وټاکل شو، تر دې پخوا يې د خانشين د ولسوال او د هلمند د ولايتي شورا د غړي په توګه دندې ترسره کړې وې.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن